د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

کابل چاپ ورځپاڼې د سولې د بین الافغاني خبرو ناستې ته په کوم نظر ویني؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې تر ډېره د قطر په دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې شوي پرمختګونه او خنډونه راخېستي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې جملو پيل کړې چې د قطر بین الافغاني ناسته پرون پای ته ورسېده، سره له دې چې د دې ناستې د غړو په باب څه خبرې وې، خو دوه ورځنۍ خبرې د طالبانو او نورو افغاني اړخونو ترمنځ د تفاهم او نظریاتو د تبادلې يو ښه فرصت و چې ترسره شو.

د مقالې د لیکونکي په باور، د قطر د بین الافغاني خبرو، اعلامیو او پرېکړه لیکه له دې امله ډېره تمه نشي کېدای چې حکومت په دې خبرو کې نېغ حضور نه درلود، بله دا چې پخپله بهرني ځواکونه چې پر طالبانو بریدونو ته یې دوام ورکړی، منطق دا نشي منلای چې طالبان دې کومې پرېکړې ته درناوی وکړي.

د ویسا سرمقاله په دې جملو پای ته رسېدلې چې که د قطر غونډه وروستۍ نشي او دغه ډول ناستې لږ په لوړه کچه دوام وکړي، نو بالاخره د ښو پایلو تمه ترې کېدای شي، ځکه د دغسې غونډو په دوام سره د افغانانو ترمنځ خپلمنځي باور زیاتېږي چې له پردیو سره د تړاو په کمېدو کې مرسته کولای شي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د سولې او پخلاینې لپاره د قطر دوه ورځنۍ غونډې ته ځانګړې ده او لیکلي یې دي چې د قطر غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په غزني او کابل کې طالبانو خونړي بریدونه وکړل او سلګونو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې زیاتره یې د ښوونځیو ماشومان او ښځې وې.

ورځپاڼه لیکي، د قطر په غونډه کې هم له طالبانو څخه د دغو بریدونو په اړه پوښتنې وشوې او ورڅخه وغوښتل شول چې له حکومت سره بین الافغاني خبرو ته چمتو شي، څو په افغانستان کې روانه پردۍ جګړه ختمه شي.

د سرمقاله لیکوونکي په اند، د قطر په غونډه کې د طالبانو دریځ ته په کتو دا تمه نشي کېدای چې دغه ډله دې په دومره اسانۍ له جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي.

د هېواد سرمقاله په دې کرښو پای ته رسېدلې چې امریکا دې پر طالبانو او د دغې ډلې په ملاتړو نور هم فشار زیات کړي چې د افغانستان پرضد له ناوړه دریځه لاس په سر او سولې ته غاړه کېږدي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې سرمقاله بیا په دې عنوان ده چې پوهنتونونه دې له داعشیانو پاک کړای شي.

د دغې مقالې په پیل کې په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د حضور او افغانستان ته یې د راتګ او فکر په اړه معلومات وړاندې شوي.

د سرمقالې لیکوال افغانستان د داعش ډلې لپاره مناسب بستر بللی او لیکلي یې دي چې د دغې ډلې يو شمېر غړو د افغانستان په پوهنتونونو کې هم نفوذ کړی او محصلین افراطیت ته رابولي.

د ملي ارمان ورځپانې په سرمقاله کې راغلي چې د هېواد د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځي په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون د داعش ډلې د فکر او لارې د پراختیا لپاره په مناسب ځای بدل شوی دی.

د سرمقاله لیکوونکي په خبره، دا د کار پيل دی او دغه ډله باید پرې نښودل شي چې د هېواد پوهنتونونو ته داسې جرړې وغځوي چې ویستل یې بیا ګران شي.

XS
SM
MD
LG