د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

د کابل پوهنتون درېیم استاد هم له داعش سره د همکارۍ په تور ونیول شو


د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له‌خوا د کابل پوهنتون د استادانو مولوي ظاهر داعي او محمد معروف راسخ له نیول کېدو وروسته، د کابل پوهنتون درېیم استاد هم ونیو.

د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي چې د ملي امنیت د عمومي ریاست ځانګړو قطعاتو د کابل ښار اړوندو سیمو کې د داعش د ډلې د جلب و جذب د مسؤلینو او د تروریستي حملو د سازمان ورکوونکو د نیول کېدو لپاره د عملیاتو په بهیر کې دغه استاد نیولی دی.

د کابل پوهنتون د استاد مبشر مسلمیار او د دغه پوهنتون د دوو فارغ التحصیلانو احمد طارق او احمدفاروق نومونه هم اخېستل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې احمد طارق او احمد فاروق اعتراف کړی چې د کابل پوهنتون د درې استادانو، ظاهرداعي، معروف راسخ او مبشر مسلمیار له‌خوا، د اسلامي دولت ډلې «داعش » ته جلب و جذب شوي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت د ویاند نظر ولري، خو بریالۍ نه شوه، خو کوم کسټ چې د ملي امنیت د ریاست له‌خوا رسنیو ته لېږل شوی، احمدطارق او احمد فاروق په‌کې دا ډول اعتراف کړی دی.

احمد طارق وايي: "څلور کسان چې ډېر مشهور دي:

  • په لومړي سر کې يې شېخ متوکل.
  • مولوي مبشرمبشر.
  • مولوي ظاهر داعي.
  • او معروف راسخ دي، دوی په لومړۍ مرحله کې سلفیت جوړونه کوله او بیا یې د داعش جوړونې پر لور وړل."

احمد فاروق یي بیا وايي: "د ظاهر داعي او معروف راسخ له‌خوا بېلابېل درسونه ثبتېدل او زما مسؤلیت دا و چې درسونه ثبت کړم."

پخوا تر دې دا اندیښنې موجودې وې چې افغانستان په ځینو پوهنتونونو کې د ثقافت اسلامي د مضمون د تدریس له لارې، افراطي مطالب دودېدل.

ارشیف، یو شمېر داعش وسله وال
ارشیف، یو شمېر داعش وسله وال

د یوې څېړنې له مخې چې د روان کال د حمل په میاشت کې خپره شوه ښيې چې د شرعیاتو د استادانو له‌خوا، د ثقافت اسلامي درس، د افراطبت د دودولو لامل کېده.

د دغې څېړنېزې رسالې د لیکوال په خبره:«د راډیکالېزم د ریښو موندل د افغانستان په روزنیز نظام کې دي.»

دغه څېړنه ښيې چې د ثقافت اسلامي ځیني استادان د دغه مضمون د متنونو د تدریس پرمهال، د موضوعاتو د اکاډميکو اړخونو د بیانولو پرځای یې ډېر ځله دغه مضمون د یوې ایډیالوژۍ په عنوان مطرح کوي.

دا لومړی ځل دی چې د کابل پوهنتون درې استادان، د اسلامي دولت ډلې داعش ته د ځوانانو د جلب و جذب په تور نیول کېږي.

د ملي امنیت د ریاست په اعلامیه کې راغلي چې کوم کسان چې په‌‌دې وروستیو کې نیول شوي، لومړی یې ځوانان او د پوهنتونونو محصلان سلفیت او له دې لارې یې، د داعش ډلې ته جذبول.

یو نیول شوی چې درې کاله مخکې د دغو استادانو له‌خوا د داعش ډلې ته جذب شوی او ننګرهار ولایت ته لېږل شوی و، څرګندونې کړي چې د مبشر مسلمیار، ظاهر داعي، معروف راسخ او ابوعبیدالله متوکل له‌خوا ډېری زده‌کوونکي په دوامداره توګه، ننګرهار ته راغلي او د داعش په ډله کې يې فعالیت کړی دی.

د ملي امنیت اعلامیه زیاتوي چې«دغو دوو نیول شویو تروریستانو د جنت ګل زامنو یعنې احمدطارق او احمد فاروق» په شپږمه ناحیه کې د میوند د پهلوانۍ پر کلپ، په شيږمه ناحیه کې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د مامورینو پرموټر او د کابل د حامدکرزي په هوايي ډګر حملو کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG