د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

په قطر کې بین الافغاني ناسته او د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو تمې


په قطر کې د طالبانو د دفتر یو انځور
په قطر کې د طالبانو د دفتر یو انځور

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو سبا یوه دوه ورځنۍ ناسته پیلېږي.

دوحه سبا یکشنبه د داسې یوې بین الافغاني ناستې کوربه ده چې تمه ترې کېږي څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د دې ناستې یوه ګډونوال افغان سیاستوال او د سولې د پروسې ښکېل شخص حضرت عمر زاخېلوال بېګاه جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د قطر ناسته به د سولې د مخامخ خبرو د زمینه جوړولو لپاره موثره تمامه شي.

ده وویل: د امریکا او د طالبانو خبرې به یا نهايي شوي وي او یا به نه وي، خو په داسې یو وخت کې دغسې یوه ناسته (د قطر بین الافغاني ناسته) مُمد د هغو خبرو (مخامخ خبرو) کېدای شي، لکه څنګه چې د امریکا او طالبانو خبرې د بین الافغاني خبرو زمینه سازې شوې، د قطر د بین الافغاني ناستې په پيل کې به د ګڼو مهمو هېوادونو او بین المللي ارګانونو استازي حضور ولري چې د دوی حضور به په خپل ذات کې د دغسې ناستې د ملاتړ معنی ولري.

د امریکا او طالبانو اووم پړاو خبرې له یوې اوونۍ مخکې پیل شوي او ورسره په یوه وخت د قطر د بین الافغاني ناستې تابیا هم نیول شوې ده.

طالبانو د دوحې په بین الافغاني ناسته کې چې د جولای په اوومه او اتمه به وشي، خپل حضور له مخکې اعلان کړی.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل: دلته به ګډونوال د سولې په رابطه خپل نظر وايي، موږ به په دې اړه خپل نظر وایوو او نور ګډونوال به په شخصي کچه خپل نظر ورکوي، بیا به د دې په رڼا کې ګورو چې په افغانستان کې د سولې او د اوسني اشغال د خاتمې لپاره څه کېدای شي.

د قطر په ناسته باندې د مسکو د دوو دورو د بین الافغاني ناستې ګډونوالو موافقه کړې وه، خو له څو میاشتني ځنډ وروسته دا دی را جوړه شوه.

د راپورونو په اساس، د جرمني او قطر دولتونو شااوخوا شپېتو افغانانو ته د دوحې په بین الافغاني ناسته کې د ګډون بلنې ورکړي چې هر یو به په خپل استازیتوب نظریات بیانوي.

د قطر او جرمني په یوه ګډ بیان کې راغلي چې د دوحې بین الافغاني ناسته د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې جوړولو په هدف ترسره کېږي.

په بیان کې چې مخکې خپور شوی راغلي، یوازې افغانان خپل برخلیک ټاکلی شي او دا ناسته به هغه فرصتونه او لارې چارې په ډاګه کړي چې د مخامخ خبرو په برخه کې مرسته ورسره کوي.

که څه هم افغان حکومت په رسمي توګه د خپل استازي د ورلېږلو خبره نه ده کړې، خو یوې حکومتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر اشرف غني باوري کس او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون رئیس نادر نادري یو له هغو دولتي مقاماتو دی چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی.

په رسنیو کې د صفیه صدیقي، شهرزاد اکبر، فوزیه کوفي او څو نورو ښځو نومونه هم یاد شوي چې د ښځو په استازیتوب په دې ناسته کې ګډون کوي.

د سولې عالي شورا ځيني غړي به هم دې ناستې ته ورځي او هیله مند دي چې دا ناسته د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي

​د دې شورا مرستیالې حبیبې سرابي پرون شپه ازادي راډیو ته وویل: دا د بین الافغاني مخامخ خبرو د زمینه سازۍ لپاره ده. هر څوک چې دعوت شوی، د مقام له مخې نه، بلکې د ټولنیز شناخت او دا چې په دې څو کلونو کې یې په افغانستان کې څه لاسته راوړنې لرلي او ګډون یې څومره موثر تمامېدای شي، ور بلل شوي، دا ناسته به په همدې اساس مخ ته ځي او د اصلي خبرو لپاره چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به وي، زمینه برابره کړي.

امریکا له دې بین الافغاني ناستې کلک ملاتړ ښودلی او ویلي یې دي چې له طالبانو سره د دوی د خبرو د یوه مهم مورد د تحقق لپاره ارزښت لري.

امریکا له طالبانو سره په خبرو کې چې اوس یې اووم پړاو له یوې اوونې راهیسې دوام لري، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بحث تر څنګ له دې ډلې دا تضمین غواړي چې د افغانستان خاوره به د ترورېستانو له خوا نه کارول کېږي او هم ټینګار کوي چې طالبان دې بین الافغاني خبرې پیل او دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

طالبانو ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له افغان خاورې د ترورېستانو د نه استفادې په برخه کې بحثونو زیات پرمختګ کړی او همدا پرمختګ به د دوو نورو مسایلو لپاره زمینه برابره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېر ۲۰۱۸ کال له وروستیو په خټه افغان امریکايي لوړپوړی ډيپلومات زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره خپل خاص استازی ګرځولی.

دی ماموریت لري چې له ښکېلو خواو سره د خبرو په نتیجه کې مرسته وکړي څو د افغانستان سوله تامین شي.

XS
SM
MD
LG