د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو د یو شمېر ګډونوالو هیله‌مندي


په قطر کې د طالبانو دفتر
په قطر کې د طالبانو دفتر

په قطر کې د کېدونکو بین الافغاني خبرو یو شمېر ګډونوال هیله مند دي چې دغه خبرې به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د سولې د هرې هغې پروسې ملاتړ کوي چې په نتیجه کې یې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

دغه څرګندونې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ازادي راډیو ته هغو بین الافغاني خبرو ته چې ټاکل شوې بل سبا د یکشنبې په ورځ په قطر کې پیل شي، په اشاره وکړې.

ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ چې د افغانستان د حکومت استازي به په دې غونده کې چې دوه ورځې به دوام وکړي، ګډون ونه کړي.

ده وویل: هغه کسان چې دعوت شوي هم دي، هغوی به د خپلو شخصي ظرفیتونو نمایندګي کوي او هغوی په شخصي توګه د الماني نهاد له خوا دعوت شوي دي، د افغانستان حکومت به ګډون نه لري او موږ به وګورو چې د دې غونډې نتایج به څه وي او کوم موارد به هلته مطرح کېږي.

د ولسمشر ویاند دغه راز په قطر کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو په اړه چې پکې د لوی پرمختګ خبرونه ورکول کېږي، وویل چې د افغانستان حکومت د قضیې مهم اړخ دی او همدغه حکومت دی چې د سولې یوه احتمالي موافقه به عملي کوي، نو د دغو خبرو نتیجه به هله موثره وي چې طالبان د نړیوالو له خوا او زموږ د متحدینو له خوا وهڅول شي، تر څو د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې اترې پیل کړي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د اووم دور خبرو ترڅنګ د دغې بلې غونډې د جوړېدو اعلان څو ورځې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوتزل وکړ او ویې ویل چې د دې غونډې چې جرمني او قطر یې په ګډه جوړوي، ګډونوال به یې په انفرادي توګه پکې برخه اخلي.

هغه دا غونډه په افغانستان کې د سولې لپاره او هم د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د اعتماد د رامنځته کولو لپاره مهمه وبلله.

تر دې مخکې مسکو د دا ډول دوو غونډو کوربه و چې پکې د افغانستان یو شمېر پېژندل شویو سیاسي څیرو ترڅنګ، د طالبانو د قطر د دفتر یو شمېر غړو پکې ګډون کړی و.

تر اوسه د دې کومه نښه نښانه نه ده لیدل شوې چې دغو غونډو دې د سولې د پروسې له پياوړي کېدو سره کومه مرسته کړې وي، اوس پوښتنه دا ده چې د قطر دا غونډه به له پخوانیو هغو سره څه توپیر ولري، د افغانستان د سولې د شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم چې ورته په دې خبرو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، وایي: هیله مند یم چې هلته د اعتماد فضا رامنځته شي او د هغې لارې وسنجول شي او هغه لارې جوتې شي چې په نتیجه کې یې موږ اصلي او رسمي مذاکراتو ته رسېږو.

د دې غونډې تنظیموونکو یې د ګډونوالو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته د شااوخوا شپېتو کسانو خبره کړې چې په دې غونډه کې به ګډون کوي.

طالبانو هم له خپل لوري په دې غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی.

دغه غونډه بل سبا داسې مهال پیلېږي چې په دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې چې پرون یې شپږمه ورځ وه، بې نتیجې پای ته ورسېدې او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ له سره پیل شي.

دا خبره د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه.

هغه پرون ازادي راډیو ته ویلي وو چې د سولې د یوې موافقې لپاره کار په سلو کې اتیا بشپړ شوی، خو ځیني مسایل زیات بحث ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG