د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د کرام‌الدین کریم مدافع وکیل ادعا لري چې پر مؤکل یې د فیفا بندیزونه روښانه نه‌دي


د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم مدافع وکیل ادعا کوي چې د فیفا له‌خوا د ده د مؤکل په پر وړاندې تصمیم، د بې بنسټه اسنادو له مخې نیول شوی دی.

د کرام‌الدین کریم مدافع وکیل ادعا لري چې تراوسه د کریم پر وړاندې د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون بندیزونه، روښانه نه‌دي.

میاشت مخکې فیفا اعلان کړه چې ښاغلی کریم د فوټبال له ښځینه لوبغاړو سره په ناوړه چلند تورن شوی، یو میلیون سویسي فرانکه جریمه او د عمر تر پایه پورې د فوټبال له فعالیتونو بې برخې دی.

د کرام الدین کریم مدافع وکیل ایفوسیفمون د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، فیفا د هغواسنادو له مخې تصمیم نیولی چې د ادعا کوونکو نومونه په‌کې معلوم نه‌دي:"فیفا موږ ته دوه پاڼې سندونه راکړل، په هغه قضیه کې پنځه نجونې دي، خو نومونه یې څرګند نه‌دي، یوازې ویل شوي چې ګواکې کریم پر موږ جنسي تیری کړی دی. فیفا افغانستان ته نه‌ده راغلې، معلومات یې نه‌دي ټول کړي او د ټیم له نجونو سره یې خبرې نه‌دي کړي. "

د کریم مدافع وکیل وايي، له خالده پوپلزی او ایلي کیلي سره یې چې ګواکې له کریم له‌خوا پرې جنسي تیری شوی، هم خبرې کړي دي.

د ده په خبره دغه نجونې په قهر وې او ویلي یې دي چې پوپلزۍ دروغ ویلي او د دوی د خپل حیثیت په خاطر لوېې څارنوالۍ او د بشري حقونو کمېسیون ته تللي، خو غږ یې نه‌دی اورېدل شوې.

د افغانستان د ښځینه فوټبال د ټیم کپتانې خالده پوپلزی ادعا کړې وه چې کرام‌الدین کریم د دغه ټیم پرښځینه لوبغاړو جنسي تیری کړی دی.

د پوپلزۍ په خبره ښاغلي کریم په دفتر کې د خوب یوه خونه لري او د دروازه یې یوازې د ده د ګوتې په نښه خلاصېږي.

د کریم مدافع وکیل وايي، د څارنوالۍ د تحقیق په بهیر کې هېڅ داسې یوه پټه خونه ونه موندل شوه.

که څه هم لوېې څارنوالۍ له ارزونو وروسته، د کرام‌الدین کریم د نیولو حکم وکړ او ممنوع الخروج يې اعلان کړ، خو بهر ته د ده د تېښتې په اړه انتقادونه شته دی.

کرام الدین کریم تراوسه هم نیول شوی نه‌دی.

بل‌خوا له بیا- بیا اړیکو سره لویه څارنوالۍ حاضره نه‌شوه چې په‌دې اړه څه ووايي.

خو د کورنیو چارو وزارت په‌دې اړه چې د کرام‌الدین کریم د نیولو پر حکم شاوخوا یوه میاشت تیریږي او تراوسه لا نیول شوی نه‌دی، د چهارشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، تراوسه د نوموړي ځای تثبیت شوی نه‌دی او پرکوم ځای چې ګمان کېده، هلته هم نه‌و.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي تاکید کوي چې د کرام‌الدین کریم د ځای د موندلو او نیولو هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي

دی وايي:"د هغه د اوسېدو ځای تراوسه معلوم نه‌دی، کوم ځایونه چې معلوم و، هلته نه‌و، پولیسو او کشفي او استخباراتي ارګانونو دنده اخېستې چې ځای ېې تثبیت او څارنوالۍ ته يې وسپاري. "

د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو ادعاګانو، د ښځو د حقونو د فعالانو جدي غبرګونونه پارولي او د بې پرې بنسټونو له‌خوا د دغې قضیې جدي ارزول غواړي.

XS
SM
MD
LG