د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

کرام الدین کریم د فوټبال په فعالیتونو بند او څه باندې یو ميلیون ډالر جریمه شو


د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم په نړیواله کچه د تل لپاره له فوټبال سره له تړلو فعالیتونو منعه کړ.

د فیفا د اخلاقي کمېټې قضايي څانګې د شنبې په ورځ ښاغلی کریم د خپلې دندې له واکونو څخه په ناوړه استفادې او د څو ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونې مقصر وباله او نوموړی یې یو میليون سویسي فرانکه چې څه باندې یو میلیون ډالر کېږي، جریمه هم کړ.

د فوټبال نړیوال فدراسیون وايي، د ښاغي کریم په اړه یې څېړنې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم د لږ تر لږه پنځو پخوانیو غړو د شکایتونو پر بنسټ کړي دي.

د فیفا په بیان کې راغلي چې دې ښځینه لوبغاړو کرام الدین کریم له ۲۰۱۳ میلادي کاله تر ۲۰۱۸ میلادي پورې موده کې په بیا بیا جنسي ځورونې تورن کړی و.

کریم که څه هم د فیفا د تازه پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې دا تورونه رد کړي او هغه یې دده پر ضد جوړه شوې دسیسه ګڼلې ده.

افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم پخوانۍ مسؤل مدیره خالده پوپل خپله هم له شکایت کوونکو څخه وه.

نوموړې چې له کلونو راهېسې په ډنمارک کې اوسي، د شنبې په ورځ ناوخته له ازادي راډیو سره په خبرو کې د فیفا د دې پرېکړې هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې اوس هم اعتراض لري.

د نوموړې په وینا:

"د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال او یو شمېر روزونکي چې په دې قضیه کې شامل وو، فیفا یې تر اوسه په اړه پرېکړه نه ده کړې."

پوپل: ادعای بدرفتاری با فوتبالران زن ربطی با پناهنده گی در غرب ندارد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:39 0:00

کله چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په نومبر کې د ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د جنسي ځورونو د تورونو په اړه راپور خپور کړ، د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې قضیې په اړه څېړنې پیل کړې.

د افغانستان د حکومت دې ادارې د ۲۰۱۸ م کال په پای کې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د پخواني رئیس کرام الدین کریم په شمول پنځه تنه ممنوع الخروج اعلان کړل.

څلور تنه نور د ګول کیپرانو د کمېټې رئیس نادر عالمي، د فدراسیون سکرتر جنرال علي رضا اقازاده، د ولایتي اړیکو مسؤل عبدالصبور ولي زاده او د فدراسیون یو کارکوونکی رستم وو.

خالده پوپل د افغانستان له حکومته هم وغوښتل چې په دې برخه کې دې د قانون حاکمیت عملي کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"د افغانستان له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې دا قضیه په ښه توګه وڅېړي او هغه کسان چې د نجونو د جنسي ځورونې سبب شوي، زندان ته واستوي."

اغلې پوپل د روان کال په لومړیو کې ازادي راډیو ته ویلي وو، کله چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې په اردن کې یو تمریناتي کمپ کې وو، هلته متوجې شوه چې یو شمېر نجونې د نارینه روزونکي او استازي له خوا چې له افغانستانه د فدارسیون د رئیس له خوا استول شوی و، ځورول کېږي.

کپتان تیم فوتبال بانوان: خالده توطئه کرده، فدراسیون برای ما امن است
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00

خو د افغانستان د ښځو د ملي ټیم کیپتانې نیلاب محمدي چې د اردن تمریناتي کمپ ته تللې وه، ازادي را‌ډیو سره مرکه کې د ناوړه جنسي چلن ادعاوې رد کړې وې.

ازادي راډیو په دې اړه چې په دې قضیه کې خپله د افغانستان د حکومت تحقیقات کوم ځای ته رسېدلي، د افغانستان د لویې څارنوالۍ نظر وپوښت، خو د لویې څارنوالۍ ویاند په دې اړه چې دوی دا قضیه څومره مخکې وړې ده، دمګرۍ له څه ویلو ډډه وکړه او ویې ویل، د دې قضیې په اړه به زر له رسنیو سره جزیات شریک کړي.

XS
SM
MD
LG