د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

رسنیو ته د طالبانو ګواښ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غبرګون


پکتیا کې وسله وال طالبان. July 18, 2017
پکتیا کې وسله وال طالبان. July 18, 2017

رسنیو ته د طالبانو له ګواښ نه یوه اوونۍ تېره شوه.د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان د ژورنالېستانو ټولنه وايي، د طالبانو د ګواښ پر وړاندې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب په خاطر بحثونه روان دي.

رسنیو ته د طالبانو له ګواښ وروسته، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ټولې رسنۍ د پخوا په څېر د ملي ګټو لپاره کار کوي.

د دغه وزارت ویاند صابر مهمند د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د ګواښ پر وړاندې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب په خاطر، بحثونه روان دي: "له رسنیو سره خبرې شوي او ځینې تصامیم هم نیول شوي دي، اوس چې د حکومت په سطحه یوه کمېټه جوړه شوې پر دغې مسئلې بحث کوي او لازم تصامیم نیول کېږي. رسنۍ په بشپړه زړورتیا له ملي ګټو دفاع کوي."

دا خبرې په‌داسې حال کې کېږي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا رسنیو ته خبرداری ورکړ او وېې ویل، دوی منتظر دي چې رسنۍ د دوی پرضد تبلیغاتو ته ادامه ورکوي او که نه؟

مجاهد وویل، که رسنۍ دې ډول تبلیغاتو ته ادامه ورکړي، پایلو ته‌دې منتظر وي.

طالبانو اوونۍ مخکې په‌دې خاطر چې رسنۍ د دوی پر ضد تبلیغاتي اعلانونه خپروي ګواښلې وې ویلي ېې وو چې له دې ډول خپرونو دې ډډه وکړي.

دې ډلې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامېې په خپرولو سره رسنیو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی و چې د طالبانو ضد اعلانونو له خپرولو دې ډډه وکړي او که نه نو، د دغې ډلې نظامي هدف به وګرځي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه د طالبانو ګواښ جدي ګڼي وايي، په نېږدې راتلونکي کې به د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پریکړه وشي.

د دغې ټولنې رئیس فهیم دشتي ازادي راډیو ته وویل:"په پای کې دې نتیجې ته ورسېدو چې دغه مسائل د حکومت له مسوولو او اړوندو بنسټونو سره شریک کړو چې شریک کړي مو هم دي. د دوشنبې په ورځ به له امنیتي او غیر امنیتي بنسټونو سره یو ناسته ولرو، پر مسئله به بحث وشي چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لارې کومې دي؟"

مخکې له دې د رسنیو کارکوونکو ویلي چې رسنۍ د خپلو مالي ملاتړ په خاطر، د پيسو په بدل کې دغه اعلانات خپروي چې د رسنیو نظر نه څرګندوي.

د افغانستان امنیتي ادارې خپلو لیکو ته د خلکو د جلب و جذب او پیاوړتیا لپاره، دا ډول اعلانونه د پيسو په بدل کې د رسنیو له لارې خپروي.

XS
SM
MD
LG