د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ارګ: نور به د سولې د پروګرامونو عمده چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سمبالوي


د افغانستان ارګ
د افغانستان ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له دې وروسته به د سولې د پروګرامونو عمده چارې د سولې په چارو کې د دولت د وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې د مشورتي لویې جرګې له وړاندیز سره سم، د سولې د عالي شورا د اصلاحاتو په څرنګوالي کار روان دی.

ده وویل: تاسې په جریان کې یاست چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د سولې په عالي شورا کې په اصلاحاتو ټینګار شوی و، اصلاحات به په دغه شورا کې راځي، خو دا چې د اصلاحاتو څرنګوالی به څه ډول وي، څه وخت به عملي کېږي، اوس له وخته مخکې خبره ده، خو دا مهال د سولې د پروګرامونو عمده برخه د سولې په چارو کې د دولت د وزارت له لوري چې ښاغلی رحیمي یې په راس کې دی، پرمخ وړل کېږي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تازه فرمان له مخې د ولسمشر د دفتر پخوانی رئیس عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا شااوخوا نهه کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک په مهال د لویې جرګې د ۱۶۰۰ استازو په وړاندیز رامنځته شوه چې له شپېتو زیات غړي لري.

د سولې په عالي شورا کې یو شمېر پخواني جهادي مشران، دیني عالمان او قومي مشران شامل دي چې ډېر ځله د دوی په کارونو نیوکې شوې دي.

تر ډېره انتقادونه دا دي چې د متجانس جورښت له امله دغه شورا ونه توانېده چې په تېرو کلونو کې د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

د دغې شورا د رهبرۍ پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې دغې شورا یوه غونډه هم نه ده کړې.

ده زیاته کړه: د سولې عالي شورا په خاموشۍ او تعطیل کې ده، نه یې د لغوې اعلان شوی او نه هم عملاً مجلس را غوښتل شوی، دا به ډېر ژر معلومه شي چې د سولې عالي شورا ته اړتیا شته، بېرته به فعالېږي او که نه.

د چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې که دا دواړه ساتل کېږي، نو د سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارونو ترمنځ باید تفکیک رامنځته شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات ازادي راډیو ته وویل چې د سولې مشورتې چارې باید د سولې عالي شورا او د سولې له تړون وروسته د موافقې د پلي کېدو چارې باید د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته وسپارل شي.

نوموړی وایي: که چېرې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دولت رکن وګرځي، دا به ښه خبره وي، کله چې طالبان له امریکا او بیا طالبان له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي، نو بیا د تړون د تخنیکي کارونو د پلي کېدو لپاه به د دولت وزارت مهم وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي او طالب پلاوي ترمنځ د سولې اووم پړاو خبرې پیل شوې.

XS
SM
MD
LG