د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د امریکایي استازي او طالب مشرانو د مذاکراتو ۷م پړاو د سولې لپاره چانس دی؟


ارشیف، د قطر غونډه
ارشیف، د قطر غونډه

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د امریکایي استازي او طالب مشرانو ترمنځ د مذاکراتو اووم پړاو د افغان سولې لپاره یو چانس بولي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب مشرانو تر منځ د خبرو د پړاونو د نسبي ځنډ وروسته بیا مذاکرات پیلېږي.

اوس د افغانستان د سولې عالي شورا هیله منده ده چې په‌دغه پړاو خبرو کې به د دواړو لورو تر منځ خبرې وروستۍ شي چې دا د افغان سولې لپاره پرمختګ بلل کېږي.

د دغې شورا مرستیال ویاند اسدالله زائري د جمعې په ورځ په‌دې اړه وویل:"په‌دې اړه زموږ تمه روښانه ده، موږ تل دا اعلان کړی چې د سولې په تړاو د ښاغلي خلیل‌زاد هر ډول هڅې به د اوربند لپاره به زمینه برابره کړي او طالبان به له افغان دولت سره د سولې لپاره مخامخ خبرو ته قانع کړي."

ښاغلی زائري وایي، د سولې عالي شورا او افغان حکومت تمه لري چې ښاغلی خلیل‌زاد دې د خبرو جزئیات ورسره شریک کړي.

که څه هم تردې وړاندې د دغو لورو تر منځ شپږ دوره خبرې شوي، خو د افغانانو غوښتنه اوربند دی، هغه څه چې طالبان یې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وړاندې نه مني.

خو تردې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته ویلي و چې په‌دې پړاو کې به هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د دغه هېواد له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګرۍ په هدف نه کارولو باندې بحث کېږي.

همدا شان تردې مخکې ښاغلي خلیل‌زاد چې په یوه توېټر پیغام کې په قطر کې له طالبانو سره د بل دور خبرو نېټه اعلان کړه دا یې هم وویل چې ټولې خواوې د چټک پرمختګ په تمه دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د دې مسئلې یقیني کول چې د افغانستان له خاورې به بیا امریکا او متحدانو ته یې د ترهګرۍ ګواښ نه کېږي، د بین الافغاني خبرو پیلېدل او اوربند هغه څلور مهم مسایل دي چې د دواړو لورو په مخکنیو غونډو کې پرې بحث شوی دی.

ازادي رآډیو هڅه وکړه څو د دغو دواوو خواوو تر منځ د اووم پړاو خبرو په اړه د طالبانو نظر هم ولري، خو ونه توانېده.

په ورته وخت کې د طالبانو پخوانی چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا ازادي راډيو ته وویل، تر ډېره اټکل کېږي چې په‌دغه پړاو خبرو کې به د امریکایي استازي او طالب چارواکو تر منځ خبرې وروستۍ شي.

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا

دی وايي:"دواړه لوري په‌دې هڅه کې دي چې خبرې به بریالۍ وي او پایله ورکړي، خو که دا خبرې وروستۍ شي، د دوی تر منځ خبرې به ختمې او په نورو پړاوونو کې به طالبان له افغانانو سره د سولې خبرې پیل کړي."

له دې سره د سیاسي چارو پوه انتظار خادم وایي، دا مذاکراتو دا پړاو تر ټول مهم او اساس دی، ځکه دواړه لوري هم امریکایان او هم طالبان اړه دي چې د سپټمبر میلادي میاشتې تر را رسېدو وړاندې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

XS
SM
MD
LG