د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

د استقلال د بېرته اخیستو جشن ته میلیونونه افغانۍ ځانګړي کېدو غبرګونونه پارولي


جلال‌اباد کې د استقلال د بېرته اخیستو جشن, 18August2018
جلال‌اباد کې د استقلال د بېرته اخیستو جشن, 18August2018

د افغانستان د استقلال د بېرته اخیستو د جشن لپاره د څه باندې ۳۸۴ میلیونه افغانیو ځانګړي کېدل، د مشرانو جرګې د اداري پلاوي او عامو خلکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د استقلال بېرته اخیستل، یو ملي جشن دی او ډېر لګښت ته اړتیا لري.

خو د دغې جرګې منشي عبدالله قرلق وايي، دا چې په هېواد کې بې‌وزلي او داسې نورې ستونزې مخ په زیاتېدو دي، لازمه به نه‌وي چې د دغه جشن لپاره ډېر مصرف وشي.

د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق
د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق

​دی وايي: "زما په باور دا د افغانستان د خلکو په حق کې جفا ده، په‌دې خاطر چې موږ په ناوړه اقتصادي وضعیت کې یو او دغه پیسې باید د شهیدانو د وارثینو ته ورکړل شي او یا دې د بیارغونې پر چارو مصرف شي."

افغان حکومت د استقلال د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې د جشن لپاره څه باندې ۳۸۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، ولسمشر ورته سپارښتنه کړې چې د استقلال د بېرته اخیستو د سلمې کالیزې د پروګرامونو د تأمینولو په خاطر دغه پیسې تیارې کړي.

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي ازادي راډیو ته وویل، د مالیې وزارت د دغو پیسو د ورکولو په برخه کې کومه ستونزه نه‌لري.

د کابل ښار یو اوسېدونکی ایمل د استقلال د بېرته اخیستو د جشن د لګښتونو په اړه خپل نظر داسې څرګندوي: "څرنګه چې د افغانستان د استقلال د بېرته اخیستو جشن دی، که دغه پيسې د استقلال د جشن په خاطر، په مناسبو ځایونو کې مصرف شي ډېره ښه ده."

په ورته وخت کې د استقلال د بېرته اخیستو د سلمې کالیزې د لمانځلو د کمېټو مسؤلین وايي، دغه پیسې د حمل د میاشتې له لومړۍ نه، د اسد تر ۲۸ مې یا د استقلال د بېرته اخیستو تر ورځې پورې په ۱۱۲ لویو او وړو پروګرامونو لګول کېږي.

د دغو کمېټو د انسجام مرستیال فریدون الهام ازادي راډیو ته وویل: "موږ پلان لرو چې د اسد د ۲۸مې نېټې د جشن په اړه د ایفل په څلي کې د ۳ دقیقو لپاره یوه وېډیو خپره شي چې د افغانستان استقلال د هېواد له پولو بهر وي یا په برج خلیفه کې او سربېره پر دې په یوه اوونۍ یعنې د اسد له ۲۰مې نه تر ۲۸مې پورې د ګوګل د لوګو بدلول دي. همدارنګه ځیني نور پروګرامونه."

د افغانستان خپلواکي په ۱۲۹۸ لمریز کال کې چې له ۱۹۱۹ میلادي کال سره سمون خوري بېرته واخیستل شوه.

شاه امان‌الله خان د افغانستان استقلال د بریتانیا له حکومت ترلاسه کړ چې دغه ورځ هر کال په ټول هېواد کې لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG