د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

مایک پامپیو بیا د ایران په وړاندې د نړیوال ائتلاف د جوړولو هڅې پيل کړي


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د ایران په وړاندې د نړیوال ائتلاف د جوړولو هڅې بیا پيل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، نړیوال ائتلاف په نړۍ کې د ترورېزم د تر ټولو لوی تمویلوونکي په وړاندې جوړوي.

هغه پرون دا خبره مخکې له دې چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي، خبریالانو ته وکړه.

امریکا په دې باور ده چې ایران په منځني ختیځ او ځینو نورو سیمو کې ترهګرې ډلې تمویلوي او نیابتي جګړې مخته وړي، هغه څه چې ایران رد کړي.

ده وویل: زه په سفر روان یم، اول به سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ځم، د ایران د ننګونو په وړاندې زموږ دوه ښه متحدان، موږ به ورسره خبرې کوو چې څنګه په ستراتیژيکه توګه متحد و اوسو او څنګه نړیوال ائتلاف جوړولای شو، ائتلاف نه یوازې په خلیج هېوادونو، بلکې اسیا او اروپا کې چې په له ورسره مخو ننګونو باندې پوه شي او د نړۍ د ترورېزم د تر ټولو لوی تمویلوونکي سره مخ شي.

د امریکا او ایران کړکېچ په دې لږترلږه پنځو وروستیو ورځو کې په دې اوج ته رسېدلی چې ایران د امریکا یوه بې پيلوټه الوتکه د پنجشنبې په ورځ د جون په شلمه نسکوره کړه.

د ایران او امریکا بیرغونه
د ایران او امریکا بیرغونه

ایران وویل چې دا الوتکه د دوی هوايي حریم ته ورننوتې وه، نو ځکه یې نسکوره کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران تر دې کار وروسته چمتو و چې پر دغه هېواد بریدونه وکړي، خو له دې چې په خبره یې نه یې غوښتل د یوې بې پیلوټه الوتکې په غچ کې ګڼ ایرانیان ومري، له خپلې پرېکړې تېر شو.

ټرمپ په عین حال کې ټینګار وکړ چې په ایران به سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي.

ده وویل، دا بندیزونه به دومره زیات وي چې هېڅ یې په اړه فکر نه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو له خوا هم پرون اعلان وشو چې تمه ده چې د جون په څلورویشتمه یعنې نن د ورځې په اوږدو کې بندیزونه اعلان شي.

امریکا د ایران د تېلو، اوسپنې، فولادو، ځینو هوايي شرکتونو، سوداګرۍ، بانکي سکټور او ځینو نورو سوداګریو سخت بندیزونه لګولي چې له امله یې ایران له اقتصادي رکود سره مخ دی.

د امریکا د بندیزونو دا لړۍ وروسته له هغه پيل شوه چې تېر کال ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د نړۍ له اټمي تړونه ووت.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

تر اقتصادي بندیزونو ور هاخوا امریکايي رسنیو ویلي چې امریکا د خپلې ډرون الوتکې د نسکورېدو په غبرګون کې د جون په شلمه په ایران باندې یوه سایبري حمله پیل کړې ده.

واشنګټن پسټ هم ویلي چې دغو بریدونو د راکټونو د کنټرولوونکو کمپیوټرونه له خنډ سره مخ کړي.

سایبري حملې د سایبر یا انټرنټ له لارې د هېوادونو یا هم سازمانونو د مهمو ادارو د معلوماتي او ارتباطي وسایلو د له کار اچولو، هک کولو یا کنټرول په هدف کېږي.

ایران بیا لومړی ویلي چې د امریکا سایبري حمله ناکامه وه.

د دغه هېواد د اطلاعاتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محمد جواد ازري جهرومي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکایانو کلکه هڅه وکړه، خو د ده په خبره، کامیابه حمله یې ونه کړه.

هغه زیاته کړې چې ایران له ډېره وخته له سایبري حملو سره مخ دی.

په دویمه برخه کې د منځني ختیځ د ستونزو په خاطر ایران امریکا ملامته کړې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون ادعا کړې چې امریکا په سیمه کې کړکېچ ته لمن وهي او زیاته یې کړه چې د ده په خبره، د امریکا د مداخله کوونکي پوځي حضور د منځني ختیځ د ستونزو مسؤل دی.

روحاني دغه راز هغه څه چې ایران یې پر خپل هوایي قلمرو د امریکا د پوځي بې پیلوټه الوتکې تېری بولي، وغندل او له نړیوالو سازمانونو یې وغوښتل چې په وړاندې یې مناسب عکس العمل ښکاره کړي.

XS
SM
MD
LG