د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

ډيفنس پسټ: جرمني او قطر د یو لړ بین الافغاني خبرو لپاره کار کوي


ډيفنس پسټ:

ډيفنس پسټ خپرونې لیکلي چې جرمني او قطر د یو لړ بین الافغاني خبرو لپاره کار کوي.

په لیکنه کې راغلي د جرمني او قطر دا کار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو د پيل د هڅو یوه برخه ده.

ډیفنس پسټ په دې وروستیو څو میاشتو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو لیدنو ته اشاره کړې ده.

طالبانو تر اوسه پورې د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني په مشرۍ له افغان حکومت سره چې لوېدیځ یې ملاتړ کوي، مخامخ خبرې رد کړي دي.

ډیفنس پسټ لیکي، طالبان افغان حکومت د امریکا متحده ایالتو لاسپوڅی بولي.

اخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی تادامیچي یاماموتو د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، د متحده ایالتو او طالبانو مخامخ خبرې د نړیوالې ټولنې له پراخ ملاتړ سره پر مخ روانې دي.

د یاماموتو په خبره، د دې تر څنګ افغانستان او د دغه هېواد نړیوال شریکان په خاصه توګه جرمني او قطر د یو لړ بین الافغاني خبرو لپاره چمتو کېږي.

یاماموتو په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي.

هغه زیاته کړې، دا ټولې هڅې باید په یوه ګډ هدف متمرکزې وي: د سولې یوه تړون ته د رسېدو په هدف د افغان حکومت او طالبانو د رسمي خبرو پیل.

ریلیف ویب:

ریلیف ویب خپرونې د افغان کډوالو په اړه یوه اوږده لیکنه کړې ده.

په لیکنه کې راغلي چې ګڼ افغانان له څلوېښتو کلونو راهیسې جنګ جګړو مجبور کړي څو له خپل هېواده ووځي او په نورو هېوادونو کې پناه وغواړي.

په دوام کې راغلي چې څه باندې څلور لکه افغانان ګاونډي پاکستان ته تللي.

ګڼو افغانانو په ۱۹۷۹ کال کې کله چې پخواني شوروي پر افغانستان یرغل وکړ، له هېواده د وتلو هڅه وکړه.

خپرونې لیکلي، د ۱۹۸۰ کال تر پایه په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څلورو میليونو کسانو ته ورسېد.

په لیکنه کې د سولې او اقتصاد د انسټیټیوټ د دې میاشتې راپور ته هم پام شوی چې پکې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو نا امنه هېواد معرفي شوی دی.

د ریلیف ویب په لیکنه، په افغانستان کې له خطرناک وضعیت سره سره ګڼ افغان پناه غوښتونکي له اروپا، ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.

د کورنیو بېځایه شویو په برخه کې د ملګرو ملتونو د خاصې راپورترې چالوکا بیاني په حواله راغلي چې د افغانانو جبري اخراج د افغانستان بې ثباتي لا پسې زیاته کړې.

XS
SM
MD
LG