د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

کډوالو چارو وزارت: له ۴ کلونو راهیسې ۳ لکه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي


ارشیف، د افغان کډوالو یو انځور
ارشیف، د افغان کډوالو یو انځور

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې ۳۰۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له تېرو څو لسیزو راهیسې په سلګونه زره افغانان د جګړو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله اروپايي او ډېری هغه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مرستیالې ډاکتر عالمې د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اوس‌مهال شپږ ميليونه افغانان له هېواده بهر کډوال دي چې ډېره برخه‌یې په ایران او پاکستان کې ده.

ارشیف، د افغان کډوالو یو انځور
ارشیف، د افغان کډوالو یو انځور

دې وویل: "دا مهال شپږ ميلیونه افغانان په نورو هېوادنو کې د کډوالۍ ژوند تېروي او د دې شمېر ډېره برخه په ایران او پاکستان او ترکیه کې ده، موږ د شااوخوا ۸۰۰ زره افغانانو هویت ثبت کړی دی."

ډاکتر عالمه وایي، افغان حکومت هڅه کوي چې تر راتلونکو څو کلونو پورې ډېری دغه کډوال چې په خپله خوښه راستنېدو ته لېوال وي، هېواد ته راستانه کړي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې ۳۰۰ زره افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د ارزګان ولایت اوسېدونکی صدرالدین اته میاشتې کېږي چې له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي.

دی وایي، هلته‌یې ژوند تریخ او له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

ارشیف، د افغان کډوالو یو انځور
ارشیف، د افغان کډوالو یو انځور

​ده زیاته کړه: "د کډوالۍ ژوند داسې ژوند دی چې هر څومره ښه وي، خو بیا هم ستونزې یې زیاتې وي، که هر څومره ښاغلی شي، د بل په ملک کې ازاد ژوند نه‌شي کولای، هلته انسان خپل راتلونکی نه‌شي جوړولی او ژوند کول په کې ګران کار وي."

په افغانستان کې د «IOM» یا د کډوالو نړیوال سازمان دفتر څه موده مخکې ویلي چې د همدې میلادي کال د جنورۍ له پيله له پاکستانه ټولټال يولک او ٧٥ زره او ٤٩١ او له ايرانه ٦٦ زره ٢٣٠ افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.

خو راستنو شویو کډوالو تل د ناسم ژوند او کاري بوختیا د نه‌درلودلو له امله شکایت کړی او ویلي یې دي چې دولت له دوی سره کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

XS
SM
MD
LG