د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د بهرنیو چارو وزارت: په کابل کې د پاکستان د سفارت کارکوونکي لږ او مراجعین ډېر دي


په کابل کې د پاکستان د سفارت مخه
په کابل کې د پاکستان د سفارت مخه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پاکستان د سفارت کارکوونکي لږ دي او د وېزو اخیستونکو غوښتنو ته رسېدنه نه شي کولی.

دده په خبره، د پاکستان د سفارت کارکوونکي لږدي او د ټولو مراجعینو غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی، د ستونزو د حل لپاره مو خبرې کړي، هغوی هم د مسئلې په حل پسې دي، د وېزو په اخیستو کې د ځنډ اساسي لامل دا دی چې مراجعین ډېر دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

​هغه کسان چې د وېزې د اخیستلو لپاره د پاکستان سفارت ته ورغلي، شکایت کوي چې د سفارت مخې ته امنیتي مسؤلین یې حتی په ښځو او سپین ږیرو هم رحم نه کوي او وهي يې.

د دوی له ډلې یو تن ګل رحمن د خپلو سترګو لیدلی حال ازادي راډيو ته داسې بیان کړ: امنیتي ځواکونه حتی ښځې چې د وېزې اخیستلو لپاره راځي، وهي يې، باید د دغه سفارت دروازې وتړل شي، افغان پولیس خلک وهي او پیسې هم ترې اخلي.

د سفارت مخې ته ځیني ناروغان چې د وېزي اخیستلو لپاره ورغلي، وايي چې ورته ویل کېږي چې که درې سوه ډالر ورکړي، وېزه ورکول کېږي.

سید زمری چې د وینې سرطان لري او د وېزي اخیستلو لپاره د لوګر له ولایته راغلی، وايي:زه د ویني سرطان لرم، درې شپې مې دلته تېرې کړې چې نوبت مې راغی، تر غرفې هم ورسېدم، راته یې وویل، تر څلورو بجو وېزه درکوي، خو رایې نه کړه، ما ورته وویل چې زه ناروغ یم، باید ډاکتر ته لاړ شم، څلور سوه ډالر یې رانه وغوښتل، خو زه یوه روپۍ هم نه لرم او د وېزې په لاسته راوړلو بریالی نه شوم.

په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان د سفارت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د وېزو د اخیستلو پروسه دننه په سفارت کې په وړیا او عادي توګه ترسره کېږي او د رشوت موضوع په کې نه شته.

دده په خبره، که پیسې اخیستل کېږي نو له سفارته بهر اخیستل کېږي.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره ورځ د پولیسو د یوه افسر له خوا د پاکستان د سفارت مخې ته د یو کس د وهلو ټکولو ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د پولیسو یو افسر د پاکستان د سفارت مخې ته د وېزې اخیستونکو منځته ننوځي او یو سپین ږیری وهي او پر ځمکه یې غورځوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د دغه وزارت هېڅ کارکوونکی د خلکو د وهلو او یا ورته د زیان رسولو حق نه لري.

د ده په خبره، کوم پولیس چې د پاکستان د سفارت مخې ته یې خلک وهلي او ټکولي، نیول شوی او قانوني چلند به ورسره وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

​​په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته هره ورځ سلګونه کسان د وېزې د ترلاسه کولو په خاطر راټولېږي.

تېرکال په جلال اباد ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې څو کسان ووژل شول او څو ټپیان شول چې خلکو يې پر وړاندې سخت غبرګون وښود.

XS
SM
MD
LG