د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

ملګرو ملتونو د عمان په خلیج کې پر دوو بېړیو د حملې د څېړنې غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د عمان په خلیج کې د تېلو د انتقال پر دوو بېړیو د حملې په اړه د څېړنې غوښتنه کړې ده.

دا حمله د جون په دیارلسمه شوې ده.

انتونیو ګوترش ویلي چې د دې مسئلې حقیقت باید څرګند شي او عاملان یې باید وپېژندل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د امریکا متحدو ایالاتو د چهارشنبې د ورځې د حملې مسؤلیت پر ایران ور اړولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې اړه د امریکا له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ایران ته به اجازه ور نه کړي چې د هرمز تنګی چې دتېلو د انتقال لپاره ډېر مهم دی، بند کړي.

ایران پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره په یوه وخت د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې که امریکا او ایران موافقه وکړي، د لانجې د هواري لپاره منځګړیتوب ته تیار دی.

ګوترش ویلي چې اوسمهال د ایران او امریکا په اړیکو کې د کړکېچ د کمولو لپاره د خبرو د پیل کوم میکانیزم نه ویني.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، ایران او د امریکا متحدو ایالاتو ویلي چې د جګړې پیل نه غواړي، خو دواړو هېوادونو د لانجې د حل او په مخامخ شخړه کې د ښکېلېدو د مخنیوي لپاره یې چندان هڅې هم نه دي کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې نننۍ نړۍ په فارس خلیج کې د بحران د زغملو توان نه لري.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشرې روزمري دی کارلو پرون د جون په څوارلسمه د قرغزستان په پلازمېنې بشکېک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

هغې د غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ملګرو ملتونو د ویاند په حواله، انتونیو ګوترش په فارس خلیج کې د روانو سیاسي او امنیتي پرمختګونو په تړاو له بېلابېلو ښکېلو هېوادونو سره خبرې کوي.

د ګوترش غوښتنه دا ده چې په دې سیمه کې د هر ډول بحران د پېښېدو مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG