د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

اردوغان: امریکا به قانع کړم څو د انقرې پر وړاندې له کړې ګواښه په شا شي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، تمه لري چې د امریکا متحدو ایالاتونو ته به قناعت ورکړي چې د انقرې پر وړاندې له کړې ګواښه په شا شي.

واشنګټن د ترکیې حکومت ته ګواښ کړی چې که له روسیې د مزائيلو د دفاعي سیسټم د اخېستلو پرېکړه بدله نه‌کړي، د«اېف ۳۵» جنګي الوتکو له پروګرامه به وایستل شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د مې په ۱۳مه، د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفون خبرې وکړي.

اردغان ویلي، غواړي چې ټرمپ ته قناعت ورکړي.

اردغان پرون د چهارشنبې په ورځ په ټلوېزیوني وینا کې دا خبرې کړي دي.

هغه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه په جاپان کې د شلو پرمختللو هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

متحدو ایالاتونو ترکیې ته د جولای تر۳۱مې پورې وخت ورکړی چې له روسیې سره د هوایي مدافعې سیسټم «اېس ۴۰۰» معامله لغوه کړي.

د روسیې د هوایي مدافعې سیسټم «اېس ۴۰۰»
د روسیې د هوایي مدافعې سیسټم «اېس ۴۰۰»

واشنګټن ویلي چې روسیه دا کار ونه‌کړي، د «اېف ۳۵» جنګي الوتکو د تولید په پروژه کې به له کار کولو بې برخې شي.

انقره همدا راز غواړي چې د خپل پوځ لپاره سل جټ الوتکې له روسیې واخلي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شانهان د ترکیې د دفاع وزارت ته په رسمي مکتوب کې خبر ورکړی چې که انقره باید خپل دریځ بدل کړي.

ترکیه او امریکا د ناټو غړي هېوادونه دي.

واشنګټن او متحدان یې په‌دې باور دي چې د روسیې ساخت د مزائیلو دفاعي سیسټم «اېس ۴۰۰» د ناټو له سیسټم سره مطابقت نه‌لري او حتی د ناټو «اېف ۳۵» جټ الوتکو ته ګواښ پېښولای شي.

خو روسیې حکومت د سې شنبې په ورځ وویل چې دا سیسټم به په جولای کې ترکیې ته ورکړی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ډېرې مودې راهیسې د واشنګټن د فشار په وړاندې مقاومت کوي او وايي چې د روسیې دا سیسټم د ناټو تړون ته ګواښ نه پېښوي.

اردوغان ویلي چې له روسیې سره یې معامله کړې ده او له کړې معاملې نه‌شي تېرېدلای.

XS
SM
MD
LG