د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د غزني د ټاکنو کمېسیون: که اعتراضونه دوام وکړي، کېدای شي چې ټاکنې لغوه شي


د غزني د انتخاباتو د کمېسیون مخې ته راټول شوي اعتراض کوونکي
د غزني د انتخاباتو د کمېسیون مخې ته راټول شوي اعتراض کوونکي

په غزني کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، که دلته د خلکو اعتراضات او تظاهرات همداسې دوام وکړي، کېدای شي چې دلته د ولسي جرګې او ولسمشریزې ټاکنې وځنډېږي.

په دغه ځای کې د ټاکنیزو چارو رئیس عبدالنصیر مومند په دې اړه ازادي ته وویل:

"د خلکو د اعتراضاتو او تظاهراتو په اړه یې له محلي او مرکزي ادارو سره خپلې ستونزې شریکې کړي دي."

هغه وايي، په دغه ځای کې اعتراض کوونکو د نوم لیکنې او د ټاکنو د لومړۍ پروسې د کار مخینوی کړی دی.

د غزني د انتخاباتو د کمېسیون مشر عبدالنیر مومند
د غزني د انتخاباتو د کمېسیون مشر عبدالنیر مومند

مومند زیاتوي، د شنبې په ورځ زموږ پلان و چې د ولسوالیو مرکزونو ته مواد انتقال کړو، خو د غزني ولسونو د پخوانیو اعتراضاتو او تظاهراتو په ادامه د انتخاباتو دفتر مخې ته راټول شول او د دغه انتقالاتو مخه یې ونیوله.

دغه اعتراض کوونکي ټینګار کوي چې په غزني کې دې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې په یو ځای ترسره شي.

که مومند په دغه ځای کې د ټاکنو د لغوه کېدو خبره کوي، نو مدني فعال ډاکتر عمر عیان وايي:

"موږ د قانون پر اساس او د قانون په چوکاټ کې مشروع غوښتنې لرو، که ټاکنو کمېسیون دلته له دوه ميلیونو د زیاتو کسانو پر حقونو تېری کوي، نو د انتخاباتو پروسه تر سوال لاندې راځي."

دا چې دغه اعتراض کوونکي کومې غوښتنې لري، یو تن اعتراض کوونکی او په غزني کې د علماوو د شورا رئیس مولوي محمد اسماعیل روحاني یې په اړه وایي:

​"موږ درې عمده غوښتنې لرو، یوه دا چې یا دې د غزني ټاکنې مخکې تر ولسمشریزو ټاکنو وشي، یا دي له ولسمشریزو ټاکنو سره په یوه ځای وشي او که شاته کېږي، په دې شرط دې شاته شي چې د غزني پخواني یوولس تنه وکیلان چې له یوه قوم څخه دي، هغه دي را وایستل شي او د غزني یوولس سره څوکۍ دې خالي پاتې شي."

په غزني کې تېر ځل هم د ځینو اعتراضاتو له امله د ولسي جرګې ټاکنې ځنډېدلې وي.

یاده دې وي چې په غزني کې د مدني ټولنو استازي، قومي مخور، مشران، دیني عالمان، د ولایتي شورا ځیني غړي او ولسي خلک لا هم د ټاکنو کمېسیون مخې ته د اعتراض په توګه ناست دي او غوښتنه لري چې تر څو پورې چې دولت او د ټاکنو کمېسیون د دوی غوښتنې منلې نه وي، تر هغې پورې به د ټاکنو هېڅ پروسې ته هېڅ ډول اجازه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG