د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

دفاع وزارت: د غزني خواجه عمري ولسوالي له طالبانو بېرته نیول شوې


ارشیف، افغان سرتېري
ارشیف، افغان سرتېري

د افغانستان دفاع وزارت د غزني خواجه عمري ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې ده.

دغه وزارت له وسله والو طالبانو د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ د بېرته نیولو خبره داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې له سیاسي لارو د جګړې په ختمولو ټينګار شوی.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز بسم الله وزیري د جمعې په ورځ د یوې ناستې پرمهال وویل چې افغان ځواکونه به ډېر ژر د طالبانو تر ولکې لاندې ټولې سيمې ونیسي.

ده وویل:

"دا زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې د افغانستان یو لوېشت خاوره به هم وسله والو ته پرې نږدو، تاسې به په نږدې راتلونکې کې وګورئ چې یو شمېر نورې ولسوالۍ به هم چې د وسله والو تر کنټرول لاندې دي، بېرته ونیسو، دا ګز دا میدان، طالبانو ته وایوو چې تاسې عام وګړي په کلینیکونو، جوماتونو او ښارونو کې مه وژنئ، بلکې راشئ د جګړې ډګر ته او هلته به پوه شو چې څوک د جګړې توان لري."

نوموړي وویل چې د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو پرمهال افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

دا ولسوالي شااوخوا یو کال د طالبانو په ولکه کې وه.

افغان ځواکونو تر دې وړاندې د غزني ده یک ولسوالي هم له طالبانو نیولې وه.

طالبانو د دې ولسوالۍ د لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې یوه ورځ مخکې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد دغه ولایت ته د سفر پرمهال ویلي وو چې له طالبانو د ولسوالیو له بېرته نیولو وروسته ځانګړي عملیات کېږي.

له دې سره راپورونه څرګندوي چې د افغانستان ۵۴ سلنه خاوره د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ده.

خو دا چې د افغانستان څومره خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده، طالبانو او افغان حکومت څه نه دي ویلي.

له دې ټولو سره یو شمېر پوځي کارپوهان ټينګار کوي چې د وسله والو مخالفانو د تحرکاتو د مخنیوي لپاره باید په دغو سیمو کې په ډېر شمېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عتیق الله امرخېل وویل:

د پوځي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل
د پوځي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل

"د ولسوالیو نیول اسانه خو ساتل یې ستونزمنه ده، د ولسوالیو ساتل هغه مهال امکان لري چې افغان ځواکونه خپل تعرضي حالت ته دوام ورکړي، ترهغه ځایه پرمختګ وکړي چې دښمن نور د ولسوالۍ د بېرته نیولو توان ونه لري."

د نوموړي په وینا، افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم د یو شمېر ولسوالیو کنټرول ترلاسه کړی، خو بېرته د وسله والو طالبانو لاسو ته لوېدلي دي.

د دوی په وینا، اړتیا ده څو د افغان ځواکونو د تلفانو د مخنیوي او د ولسوالیو د نیولو لپاره افغان ځواکونه تجهیز شي.

XS
SM
MD
LG