د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

یو افغان پلاوی په اسلام اباد کې د کډوالو په اړه په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کوي


ارشیف، د افغان کډوالو یو انځور
ارشیف، د افغان کډوالو یو انځور

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت پلاوی په اسلام اباد کې د کډوالو په اړه په یوې څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کوي.

پاکستان به په روانې جون میاشت کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په هدف د یوې څلور اړخیزې غونډې کوربه وي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې په دغه څلور اړخیزه غونډه کې دغو ستونزو ته د هواري یوه دایمي لار ومومي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

“په دغه څلور اړخیزه ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو په دایمي حل، د افغان کډوالو د اوسېدو د کارتونو په تمدید او هغه کډوال چې قانوني اسناد نه لري، د هغوی په ستونزو هم خبرې کېږي، دا ناسته د روانې جون میاشتې په ۱۶مه ترسره کېږي او هېله مند یوو چې د افغان کډوالو ستونزې هوارې شي.”

دغه څلور اړخیزه ناسته د افغانستان، پاکستان، ایران او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "یو. اېن. اېچ. سي. ار" ترمنځ ترسره کېږي.

دغې غونډې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د کډوالو چارو وزیر ورغوښتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ټوډې ورځپاڼې تازه رپوټ ورکړی چې پاکستان د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره نوې ستراتیژي جوړوي.

خو د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان ورسره د یادې طرحې جزیات نه دي شریک کړي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبره، شااوخوا دوه میليونه او شپږ لکه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې د دغو افغانانو له ډلې یوازې يو نيم میليون ‌يې په پاکستان کې د استوګنې کارتونه لري.

د افغانستان د مشرانو جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون غړی محمد هاشم الکوزی بیا وايي، په پاکستان کې افغان کډوال له زورزیاتي او ناوړه چلند سره مخ دي او افغان حکومت باید دا مسایل په څلور اړخیزه ناسته کې مطرح کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون غړی محمد هاشم الکوزی
د افغانستان د مشرانو جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون غړی محمد هاشم الکوزی

ده وویل:

“پاکستان باید نړیوال قوانین مراعت کړي او د هغو په اصولو کې له افغان کډوالو سره چلند وشي، د څلور اړخیزې ناستې په ګډونوالو ټینګار کوم چې د افغانانو جایدادونه باید خوندي وي.”

که څه هم د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په سپټمبر کې اعلان کړی و چې افغانانو ته به تابعیت ورکړي، خو تراوسه دغه پرېکړه عملي شوې نه ده.

د یادونې ده چې د پاکستان تر څنګ له ګاونډی هېواد ایران څخه هم وخت په وخت د افغان کډوالو له ستونزو او د دوی د ځورونو په اړه راپورونه خپرېږي.

د مشرانو جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون غړی محمد هاشم الکوزی له افغان حکومته غواړي چې په کور دننه د کاري زمینو او نورو اسانتیاو په رامنځته کولو سره خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستنولو زمینه برابره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG