د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د ارزګان خلک وايي، تر وخت تېرو درملو يې ژوند تریخ کړی


د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار
د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار

که څه هم په ارزګان کې روغتیايي مسؤلین وايي، په شپږو میاشتو کې په ترینکوټ ښار کې خصوصي روغتیايي مرکزونه چک کوي، خو د ارزګان خلک وايي، تر وخت تېرو درملو يې ژوند تریخ کړی دی.

د دوی له ډلې یو هم حضرت ولي دی.

حضرت ولي یو له هغه کسانو څخه دی چې نه‌یوازې تر وخت تېرو درملو ورته اقتصادي زیان رسولی، بلکې ناروغ‌يې هم د مرګ تر پولې رسېدلی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د معدې یو ناروغ ترینکوټ کې یوه ډاکتر ته وروستی و او درمل‌يې ورکړل چې بیا د مرګ تر پولو ورسېد، بیا مې شپه ولایتي روغتون ته یووړ، هلته ډاکترانو ویل چې تر وخت تېر درمل‌يې خوړلي، درملنه‌یې نه‌شو کړای، کندهار ته‌یې یوسه. زما غوښتنه دا ده چې دولت باید هغه ډاکتران جریمه کړي چې خلکو ته تر وخت تېر درمل ورکوي."

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین‌الله توخي هم وايي چې
دوی ته هم د هغه ناروغانو د ورتګ شمېر زیات دی، کوم چې تر وخت تېر درمل‌يې خوړلي وي او یا هم غیر مسلکي ډاکتر درمل ورکړي وي.

دی وايي چې زیاتره وخت دغه ناروغان چې تر دوی رسوي مړه شوي وي.

د خصوصي درملتونونو مسؤلین بیا دا نه‌مني چې د دوی درمل دې تر وخت تېر وي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دغه ولایت کې نن د عامې روغتیا ریاست کار کوونکو یو نیم ټن تر وخت تېر درمل وسوځول.

ارزګان کې روغتیايي مسؤلینو تر وخت تېر درمل وسوځول.
ارزګان کې روغتیايي مسؤلینو تر وخت تېر درمل وسوځول.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست سرپرست رئیس ډاکتر محمد داوود هم مني چې په ترینکوټ ښار کې تر وخت تېر درمل شته، خو زیاتوي دوی یې په هرو شپږو میاشتو کې له درملتونونو او روغتونونو څخه راټولوي.

دی وايي،​ څه باندې یو نیم ټن تر وخت تېر درمل وسوځول، دا هغه درمل دي چې موږ د تېرو شپږو میاشتو پر مهال له خصوصي درملتونونو څخه راټول کړي وو، نو زما د درملتون له مسؤلینو او د ډاکترانو څخه غوښتنه دا ده چې د خپلو درملتونونو ساتنه په ښه توګه وکړي او درمل دې ته پرې نه‌ږدي چې تر وخت تېر شي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00
مستقیم لېنک

راپور : شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG