د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د بلخ سیمه‌ییز پولیس د جنګي تجهیزاتو له کموالي سر ټکوي


ارشیف، په کندز کې یو تن محلي پولیس
ارشیف، په کندز کې یو تن محلي پولیس

په بلخ کې سیمه ییز پولیس د جنګي تجهیزاتو له کموالي او د ثابتو امنیتي پوستو له نشتون څخه شکایت لري.

د بلخ په چهاربولک او شولګره ولسوالیو کې د محلي پولیسو ځواکونه وايي چې د پرمختللو جنګي تجهیزاتو د نه‌لرلو له امله د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د هغوی تلفات ډېر شوي.

په‌دغه ولایت کې د محلي چارواکو په خبره چې په تېرو درېیو میاشتو کې کابو ۱۵۰ تنه محلي پولیس د طالب وسله‌والو په حملو کې وژل شوي دي.

محمد امان په چهاربولک ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یو مشر دی، هغه وايي چې د دولت ضد وسله‌والو په حملو کې د هغوی ټولې پوستې له‌منځته تللي او اوس مهال دوی په سیار توګه پرته له پوستو فعالیت کوي.

په شولګره ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یو قوماندان نازک‌میر صادقي وايي چې د مجهزو جنګي تجهیزاتو د نه‌لرلو له امله له مخالفو وسله‌والو سره په جګړه کې دوی ته دارنه تلفات اوړي.

هغه وویل:

"دښمن سره پرمختللې وسلې شته، هغوی شبین‌داره دوربینونه لري، د شولګرې له محلي پولیسو سره پرته له پیکا او کلاشینکوف بله وسله نشته، دوربین نه‌لري، راکټ نه‌لري او بم اچونکې وسله هم ورسره نشته، بناً دښمن د جګړې پر مهال ډېر زیان اړوي."

په همدې حال کې د بلخ امنیه قوماندانۍ د محلي پولیسو په لیکو کې د یو لړ شته ستونزو په منلو سره وايي چې دا ځواکونه نسبب پخوا ته پیاوړي شوي او ښه جنګي امکاناتو ته لاس رسی لري.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هڅې پیل شوي، څو محلي پولیسو ته د پوستو پرځای بېزونه جوړ شي چې د کمیت له پلوه په‌کې ډېر ځواکونه وي او وکولی شي د دښمن حملې شنډې کړي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل

هغه وویل:

"پخوا امنیتي پوستې کمې وې. اوس پوستې پر بیزونو بدلیږي، څو کمیت یې ډېر شي او دښمن ونه‌شي کولی پر دغو ځواکونو حملې وکړي، ضمنآ زموږ سیارې پوستې به هم فعالې وي."

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو پر بنسټ چې په‌دغه ولایت کې یوازې په درېیو ولسوالیو چهاربولک، چمتال او شولګره کې کابو ۶۰۰ محلي پولیس فعال دي چې اکثرا د وسله‌والو مخالفینو په شپنیو تهاجمي حملو کې ورته تلفات اوړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب‌زی-بلخ

XS
SM
MD
LG