د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

مادورو: د ونزویلا حکومت او سیاسي مخالفین یې د سوله ییزې اجنډا د جوړولو هڅې کوي


د ونزویلا سوسیالېست ولسمشر نیکولاس مادورو
د ونزویلا سوسیالېست ولسمشر نیکولاس مادورو

د ونزویلا سوسیالېست ولسمشر نیکولاس مادورو وایي، د حکومت استازي له سیاسي مخالفانو سره هڅې کوي چې یوه سوله ییزه اجنډا جوړه کړي.

د ناروې حکومت پرون تأیید کړه چې د ونزویلا د حکومت له استازو او سیاسي مخالفانو سره یې ابتدایي تماسونه ټینګ کړي دي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، لا تر اوسه دا هڅې په لومړنیو مراحلو کې دي او پر بېلابېلو برخو غور او ارزونې روانې دي.

دغه وزارت ویلي:

"موږ د یوې سوله ییزې حل لارې د لټون لپاره د خپل ملاتړ دوام ته لېواله یوو."

د ناروې د همدې منځګړیتوب د هڅو په لړ کې د ونزویلا ولسمشر پرون خپلې لومړنۍ څرګندونې کړي دي او ټینګار یې کړی چې د ونزویلا حکومت د خپلو سیاسي مخالفو له استازو سره د یوې سوله ییزې اجنډا د جوړولو په لټه کې دی.

د ونزویلا د حکومت د سیاسي مخالفینو مشر خوان ګوایدو چې پخپله ناروې ته نه دی تللی، تأیید کړې چې دغه سکاندناوې هېواد د ونزویلا د حکومت او سیاسي مخالفینو تر منځ د خبرو منځګړیتوب پیل کړی دی، خو دا یې رد کړې چې ګواکې دواړه لوري دې مخامخ خبرې سره وکړي.

د ونزویلا د حکومت سیاسي مخالف مشر خوان ګوایدو
د ونزویلا د حکومت سیاسي مخالف مشر خوان ګوایدو

د دواړو لورو استازي تېره اوونۍ ناروې ته ورسېدل چې دا پخپله په وینزویلا کې د څو میاشتني بحران د ختمېدو لپاره د یوې نوې تګلارې څرګندویي کوي.

په ونزویلا کې له څو میاشتو راهیسې سیاسي کړکېچ د خوان ګوایدو په مشرۍ وروسته له هغه پیل شو چې پر ولسمشر نیکولاس مادورو د بشري حقونو د سرغړونې او د دې هېواد د اقتصادي چارو د ناسم مدیریت له امله انتقادونه وشول.

په لومړي سر کې د خوان ګوایدو له خوا د خوځښت هڅه وروسته له هغه له ناکامۍ سره مخامخ شوه چې د ونزویلا پوځ د هغو ملاتړ ونه کړ او بیا سلګونه زره کسان د مادورو د حکومت پر ضد لارو کوڅو ته راووتل.

ولسمشر مادورو چې د روسیې، چین او کیوبا ملاتړ لري، په ۲۰۱۳ کال کې ولسمشر وټاکل شو او بیا د دوهم ځل لپاره یې په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشرۍ دوهمې دورې لپاره لوړه پرځای کړه چې دا کار له مخالفتونو سره مخامخ شو او سیاسي مخالفینو یې په رأیو کې د درغلۍ تورونه ورباندې ولګول.

خوان ګوایدو چې د پارلمان مشري کوي، د روان کال په جنورۍ کې ځان د ونزویلا موقت ولسمشر اعلان کړ او د امریکا په ګډون یې د پنځوسو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG