د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو د زده‌کړې پر دوام د طالبانو د بندیز په اړه اندېښنه


ارشیف: په هرات کې د افغان زده‌کوونکو نجونو یو انځور
ارشیف: په هرات کې د افغان زده‌کوونکو نجونو یو انځور

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو شمېر سیمه‌ییز چارواکي او د زده‌کوونکو کورنۍ له دې اندېښمن دي چې وسله‌وال طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه‌پرېږدي.

د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوه مېرمن چې نسیمه نومېږي، وايي چې لورګانو ته‌یې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه‌ورکول کېږي، نو ورته خواشینې ده او راتلونکی یې تیاره ویني.

دې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۸» ازادي راډیو ته وویل:

"زه د سرپل ولایت اوسېدونکې یم، لورګانو ته مې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړې اجازه نه‌ورکول کېږي، دولت هم ورته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې، لورګانې مې یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي، زه ډېره اندېښمنه یم چې طالبان ورته د ښوونځي اجازه نه‌ورکوي."

په ورته وخت کې د دغې ولسوالۍ یو شمېر زده‌کوونکي هم د طالبانو دغه اقدام اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې ورته تر ۱۲م ټلولګي د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

د سرپل د سانچارک ولسوالۍ یوې زده‌کوونکې ثریا وویل:

"وسله‌وال طالبان ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌راکوي، ښه به وه چې تر ۱۲م ټولګي یې د زده‌کړې اجازه راکړې وی، له دولته غواړو چې ښوونځي پرانیزي، څو بېرته خپلو زده‌کړو ته مخه کړو."

له دې سربېره د سرپل سیمه‌ییز چارواکي وايي، د وسله‌والو طالبانو تر کنټرول لاندې یو شمېر سیمو کې ان ښوونکي او د معارف کارکوونکي ګواښل شوي چې نجونې باید له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې ونه‌کړي.

دوی وايي، وسله‌والو طالبانو د سانچارک ولسوالۍ په ۶ کلیو کې ۱۳ ښوونځي له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړې منعه کړي، د دوی په خبره په دغو ښوونځيو کې نږدې ۳۵۰۰ زده‌کوونکي زده‌کړه کوي چې ۱۸۰۰یې نجونې دي.

د سانچارک ولسوال نقیب‌الله دقیق له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ولسوالۍ کې د بهار په نوم یو ښوونځی د وسله‌والو طالبانو په پوځي قرارګاه بدل شوی.

ده وویل:

"طالبانو د سانچارک ولسوالۍ په شپږو کلیو کې چې د طالبانو په ولکه کې دي نجونې منعه کړي چې له شپږم ټولګي وړاندې زده‌کړې نه‌شي کولای، همدارنګه د سانچارک ولسوالۍ په تبت کلي کې وسله‌والو طالبانو د بهار په نوم د نجونو یو ښوونځی پوځي قرارګاه ګرځولی."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې هم ورته شکایتونه موجود وو او ویل شوي وو چې د نا امنیو له امله ګڼ زده‌کوونکي له زده‌کړو محروم شوي دي.

تر دې مخکې د پوهنې وزارت ویلي چې د قومي مشرانو او ښوونځيو د ملاتړ شورا د غړو په همکارۍ طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي وو چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د زده‌کوونکو د زده‌کړې مخه ونه‌نیسي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته د یوه پیغام په لېږلو سره دا مسئله رد کړه.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو پر اساس، اوس‌مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴۳۱ ښوونځي د نا امنیو تر څنګ د بېلابېلو عواملو له امله تړل شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ او لوحه
د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ او لوحه

له دې ټولو سره د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت نجرابي وايي، دغه وزارت د ستونزو د هواري لپاره هڅې پیل کړې دي.

دې زیاته کړه:

"موږ دا مسئله تأییدوو، خو تاسې پوهېږئ چې طالبان هم په بېلابېلو ډلو وېشل شوي او ممکن داسې کسان هم وي چې له دې مسئلې ناوړه ګټه اخلي او ممانعت کوي، خو موږ په سرپل ولایت کې د قومي مشرانو او بېلابېلو لارو هڅې پیل کړي، څو دا ستونزه هواره شي."

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال ۳،۷ میلیونه ماشومان چې ۷۰ سلنه‌یې نجونې دي، ښوونځي ته له تګه محرومې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG