د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د ونزویلا د سیاسي بحران په اړه د امریکا او روسيې ترمنځ اختلافاتو زور اخیستی


د روسیې او امریکا بیرغونه
د روسیې او امریکا بیرغونه

د ونزویلا د سیاسي بحران په اړه د امریکا او روسيې ترمنځ اختلافاتو زور اخیستی دی.

د متحده ایالاتو او روسيې د بهرنیو چارو وزیرانو د ونزویلا د بحران په اړه پر یو بل انتقادونه کړي او د ونزویلا په هکله يې د یو بل تګلارې غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون له اې بي سي ټلویزیون سره په خبرو کې پر مسکو غږ وکړ چې له ونزویلا ووځي.

مایک پامپیو وویل، دی به ډېر ژر د روسيې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره وویني.

ښاغلي پامپیو وویل، دا ښکاره خبره ده چې مونږ غواړو روسان، ایرانیان او کیوبایان له ونزویلا ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي وو چې دی نه غواړي چې واشنګټن د ونزویلا په شخړه کې ښکېل کړي.

نوموړي وویل، ده له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره په وروستي ټيلیفوني تماس کې هغه ته ډاډ ورکړ چې امریکا پرته له یوه مثبت کاره په ونزویلا کې نور څه نه غواړي.

بل لور ته د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا باید په ونزویلا کې خپل غیر مسؤلانه پلانونه بند کړي.

لاوروف په مسکو کې د ونزویلا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ خبري کانفرانس کې امریکا تورنه کړه چې د ونزویلا د قانوني حکومت د لېرې کولو کمپاین پر مخ وړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر پر امریکا غږ وکړ چې غیر مسؤلانه تګلاره پرېږدي او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې عمل وکړي.

روسيې چې د ونزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره ټینګې اقتصادي اړیکې لري، په تېره مارچ میاشت کې ونزویلا ته په دوو الوتکو کې سل سرتېري واستول.

د امریکا حکومت ګمان کوي چې په دې سرتېرو کې ځانګړي ځواکونه او د سایبیري بریدونو متخصصان شامل دي.

متحده ایالات بیا د ونزویلا د حکومت له سیاسي مخالف خوان ګوایدو چې ځان يې موقت جمهور رئیس اعلان کړی دی، ملاتړ کوي.

د امریکا په شمول د نړی ۵۰ هېوادونو ګوایدو د ونزویلا د مشر په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

XS
SM
MD
LG