د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د اسرائیل او فلسطین تر منځ تاوتریخوالي یو وار بیا زور اخیستی


ارشیف، د فلسطین د غزې ښار د یوې برخې انځور چې د دغه هېواد او اسرائیل د جګړې په اور کې سوځي March 25, 2019
ارشیف، د فلسطین د غزې ښار د یوې برخې انځور چې د دغه هېواد او اسرائیل د جګړې په اور کې سوځي March 25, 2019

د اسرائیل او فلسطین تر منځ تاوتریخوالي یو وار بیا زور اخیستی دی.

په غزه کې د حماس ډلې د روغتیا وزارت پرون ناوخته ویلي چې په تازه بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر دولسو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت په خبره، د یوې امېندوارې ښځې په شمول درې کسان د غزې په شمال او دوه نور کسان هم د غزې په جنوب کې پرون ناوخته د اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي دي.

په غزه کې مخکې د ۷ نورو کسانو د وژل کېدو خبره هم تأیید شوې وه چې له نویو شمېرو سره وژل شوي کسان ټول ټال ۱۲ ته رسېدلي دي.

ویل کېږي چې لږترلږه شپږ وژل شوي د حماس یا جهاد اسلامي ډلې تُندلاري دي.

اسرائیل بیا ویلي چې د حماس د بریدونو په ځواب کې به لوی بریدونه وکړي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون په بیت المقدس کې د خپلې کابینې جلسې ته وویل:

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

"د اسرائیل دفاعي پوځیانو ته مې امر وکړ چې په غزه کې د ترورېستانو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، ما همداراز امر وکړ چې زموږ پوځیان دې د غزې شااوخوا ته په ټانکونو، توپونو او نورو عسکرو تقویه شي، حماس نه یوازې د خپلو بریدونو او کړنو مسؤلیت لري، بلکې د جهاد اسلامي ډلې د فعالیتونو مسؤل هم دی او لوی تاوان به پرې کوِي."

د امریکا متحده ایالتونو پر خپل متحد اسرائیل د فلسطیني تُندلارو راکټي بریدونه غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګتن د اسرائیلو د خودي دفاع له حقه ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا پر غزې د اسرائیلو بریدونه وحشیانه بللي او له اسرائیلو د امریکا بې پایه ملاتړ یې د دغو بریدونو دلیل یاد کړی دی.

د ایران نیمه دولتي اژانس فارس پرون ناوخته د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي له قوله ویلي چې ایران د ده په خبره، د اسرائیلو د صهیونیستي رژيم وحشیانه بریدونه چې پکې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، غندي.

د اسرائیل او فلسطین تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغه بیا تازه شو چې فلسطیني تُندلارو څلور سوه راکټونه پر اسرائیلو وتوغول او اسرائیلي پوځیانو هم په غزې تړانګه کې دوه سوه هدفونه بمبار کړل.

د اسرائیل پولیس او رسنۍ وايي چې یو اسرائیلی له غزې د فیر شوي راکټ په چاودنه کې وژل شوی دی.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG