د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

کندز کې د غیر معیاري او تاریخ تېره خوراکي توکو د راټولولو کمپاین پیل شوی


په کندز کې د غیر معیاري او تاریخ تېره خوراکي توکو د راټولولو کمپاین
په کندز کې د غیر معیاري او تاریخ تېره خوراکي توکو د راټولولو کمپاین

د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي، دوی د خلکو د شکایتونو سره سم د دې ولایت په ښار کې د بې‌کیفیته، تاریخ تېره او د ځنډني خوراکي توکو د راټولولو په اړه یو ګډ کمېسیون جوړ کړی او دې کمېسیون تر اوسه ۴ ټُنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي د ښار له بېلابېلو مارکېټونو څخه راټول کړي دي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

د کندز د عامې روغتیا ریاست د چاپېریال د روغتیا د برخې مدیر محمد نسیم عمري په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له خپلو سوداګرو غوښتنه کوو چې باکیفیته توکي هېواد ته راوارد کړي او پرته له هغه موږ له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوو، له پنځو ورځو راهیسې موږ دغه کمپاین پیل کړی او لا هم دوام لري."

ښاغلی عمري ټېنګار کوي چې د ټيټ کيفيت موادو واردوونکي سوداګر بايد ونيول شي او جواز يې ترې واخیستل شي، څو هېواد ته د غیر معیاري توکو واردولو مخه ونیول شي.

بل‌خوا د دې ولایت اوسېدونکي د سیمه‌ییزې ادارې له دې بې‌ساري اقدامه هرکلی کوي او ټینګار کوي چې په ښار او مارکېټونو کې د بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو مخه دې ونیول شي.

د خلکو د خبرو پر بنسټ چې د هېواد په بندرونو کې د فساد د شتون له کبله له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راوړل کېږي چې د جګړي تر څنګ بې‌کیفیته خوراکي توکو او درملو هم د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG