د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د ولایتي شورا مسؤلین: په سرپل کې د طالبانو فعالیت په زیاتېدو دی


ارشیف، د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني 26August2018
ارشیف، د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني 26August2018

د سرپل د ولایتي شورا استازي د دې ولایت په سانچارک او صیاد ولسوالیو کې د طالبانو د حملو له زیاتېدو خبر ورکوي او وايي چې طالبان د دې تر څنګ چې له ټولګټو پروژو باج اخلي، د مخدره توکو په قاچاق او د وسلو په خرڅلاو کې هم لاس لري.

د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني ازادي راډیو ته وویل چې طالبان اکثره د سانچارک او صیاد ولسوالیو پر امنیتي پوستو د شپې له‌خوا وسله‌والې حملې ترسره کوي.

ښاغلي رحماني وویل چې وسله‌وال طالبان د سرپل په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د ترورېستي فعالیتونو د زده‌کړې مرکزونه لري او د سرپل په مرکز شیرم‌ها سیمه کې یې ځانونو ته پټن‌ځایونه جوړ کړي دي.

د ولایتي شورا مشر وايي چې د دولت ضد وسله‌والو په سرپل کې د دې تر څنګ چې له خلکو عشر او زکات اخلي، له ټولګټو پروژو هم باج ترلاسه کوي.

هغه‌یې په اړه وویل:

"وسله‌وال طالبان له خلکو عشر او زکات اخلي، په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د برښنا له تولیدي توربینونو د میاشتې ۴ میلیونه افغانۍ ترلاسه کوي، د مخدره توکو په کښت او قاچاق کې شامل دي، امکانات‌یې زیات شوي او حملې یې هم پراخې دي."

د ولایتي شورا غړي ادعا کوي چې وسله‌والو طالبان د مخدره توکو پر قاچاق سربېره د وسلو خرڅلاو هم کوي.

ارشیف، د افغانستان په یوه ولایت کې ځیني طالب وسله‌وال. July 18, 2017
ارشیف، د افغانستان په یوه ولایت کې ځیني طالب وسله‌وال. July 18, 2017

​د سرپل د ولایتي شورا د مشر محمد نور رحماني په خبره چې د طالبانو په تعلیمي مرکزونو کې بهرنيان زده‌کړې ورکوي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې هم پاکستاني اتباع شامل دي.

د سرپل د ولایتي شورا غړي وايي چې د مخالفینو د ځپلو په مقصد یې په کراتو له مرکزي امنیتي ارګانونو په دې ولایت کې د پراخو نظامي عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه‌یې غوښتنو ته پام نه‌دی شوی.

د سرپل د ولایتي شورا مشر نور محمد رحماني وايي چې کوهستاناتو ولسوالۍ له کابو ۴ کلونو راپه دېخوا د طالبانو په بشپړه ولکه کې ده چې د شمال زون جګړې له همدې ځایه طرحه او تطبیق کوي.

په همدې حال کې دفاع وزارت په سرپل کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو د حملو د زیاتوالي په تأیید سره وايي چې د ملي اردو ځواکونو د وسله‌والو ترورېستانو د ځپلو په مقصد په دې ولایت کې عملیات پيل کړي.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل ازادي راډیو ته وویل چې تازه دمه ځواکونه هم یاد ولایت ته رسېدلي او دوی به د طالبانو مهم پټن‌ځایونه او تعلیمي مرکزونه د هوايي ځواکونو په مټ له‌منځه یوسي.

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"زموږ عملیات پیل شوي دي، په مختلفو سیمو کې د مرکز په ګډون، موږ له دفاعي حالته راوتي یوو او اوس مو یو تعرضي موقعیت خپل کړی دی، دښمن به ژر وځپل شي."

تر دې دمخه د سرپل د ولایتي شورا غړو ویلي چې په سرپل کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې د طالبانو د جګړې مشري د پاکستاني متقاعدو جنرالانو په لاس کې ده او دا ډله د سرپل په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د ترورېستي فعالیتونو د زده‌کړې لسګونه مرکزونه لري.

وسله‌والو طالبانو تر دې دمه په دې هلکه څه نه‌دي ویلي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG