د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

ډونالد ټرمپ په لیبیا کې له قوماندان خلیفه حفتر سره ټيليفوني خبرې کړي


ارشیف، د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ
ارشیف، د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ د اپرېل په نولسمه وویل چې جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په لیبیا کې له قوماندان خلیفه حفتر سره ټيليفوني خبرې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، ټرمپ او خلیفه حفتر په لیبیا کې د ترورېزم پرضد د مبارزې په اړه غږېدلي دي.

خلیفه حفتر په لیبیا کې د ملي پوځ په نوم د ډلې قوماندان دی.

د خلیفه حفتر ځواکونو دوی اوونۍ مخکې د لیبیا د پلازمېنې طرابلس د نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.

د حفتر ډله په لیبیا کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د حاکم نظام چې په طرابلس کې متمرکز دی، مخالفه ده.

په لیبیا کې د ملي پوځ په نوم د ډلې قوماندان خلیفه حفتر
په لیبیا کې د ملي پوځ په نوم د ډلې قوماندان خلیفه حفتر

​په طرابلس کې حکومت نړیوالې ټولنې هم په رسمیت پېژندلی دی.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي چې ډونالد ټرمپ د تروېزم پر ضد په مبارزه کې او د لیبیا د تېلو د زېرمو د امنیت لپاره د قوماندان حفتر مهم رول ته متوجې دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې دواړو پر دې چې لیبیا به څرنګه د ثبات لرونکي او ډموکراتیک سیاسي سېسټم پر لور حرکت کوي، خبرې کړي دي.

ټرمپ او حفتر د دوشنبې په ورځ غږېدلي دي.

روېټرز خبري اژانس وايي، دا نه ده څرګنده چې ولې سپینې ماڼۍ د حفتر او ټرمپ د ټيليفوني مکالمې خبر په ځنډ خپور کړ.

د خلیج هېوادونه او اروپايي اتحادیه پر دې چې د طرابلس د نیولو لپاره د خلیفه حفتر ملاتړ وشي، وېشلي نظرونه لري.

په همدې حال کې، د جمعې په ورځ د طرابلس اوسېدونکو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ښار په جنوبي برخو کې ډزې روانې وې.

په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ په لیبیا کې د اوربند پرېکړه لیک برابر کړی و.

د لیبیا حکومتي ځواکونه د مرکز طرابلس د دفاع په حال کې
د لیبیا حکومتي ځواکونه د مرکز طرابلس د دفاع په حال کې

په پرېکړه لیک کې شوي وو چې د بشري مرستو ډلو ته باید اجازه ورکړل شي چې له هر ډول شرطه پرته په لیبیا کې خلکو ته کومکونه ورسوي.

خو د امریکا متحدو ایالاتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امنیت شورا د پرېکړه لیک ملاتړ نه شي کولای.

د امریکا حکومت لا نه دي ویلي چې ولې یې د امنیت شورا د پرېکړه لیک مخالفت کړی دی.

د روسیې حکومت هم وویل چې د امنیت شورا د پرېکړه لیک ترشا نه درېږي.

روسیه او امریکا د امنیت شورا دایمي غړي دي.

دواړه هېوادونه د امنیت شورا د هر پرېکړه لیک د ویټو حق لري.

XS
SM
MD
LG