د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

ځینې کورنۍ خپل معتاد غړي مجبوروي چې يا نشه پرېږدي او يا کور!


ارشیف، په کابل ښار کې یو شمېر معتادین د نشې په حال کې
ارشیف، په کابل ښار کې یو شمېر معتادین د نشې په حال کې

ځینې کورنۍ خپل معتاد غړي مجبوروي چې يا نشه او يا کور پرېږدي.

که څه هم طبې ډاکتران د معتادینو په درملنه او څارنه کې د کورنیو ونډه ضروري بولي، خو ځينې کورنۍ د خپلو معتادو غړو څخه تنګېږي او هغوی له کورونو څخه شړي.

شېر محمد چې څو کاله یې د خپل اوښي ساتنه کړې، وايي چې څو ځله يې خپل اوښی له دې امله رټلی چې نشه پرېږدي.

دی وایي:

"له دې خاطره مې رټلی چي ډارېدلم، ما ويل چې یوه ورځ به خپله وړه لور خرڅه او یا به یې قاچاق کوونکو ته په لاس ورکړي، بل دا چې هر وخت به يې راته ويل چې پیسې راکړه او پیسې راکړه."

شېر محمد زیاتوي چې خپل اوښی يې له دې امله له کوره شړلی چې د کور وسائل يې غلا کول او په هغو پیسو به یې ځان ته نشه يي مواد اخیستل.

دا چې له معتادینو سره د کورنیو دغه ډول چلند هغوی له څه ډول ستونزو سره مخ کوي؟ په دې اړه د کابل ښار په باغ علي مردان سیمه کې د شېر جان په نوم یو معتاد وايي چې څو ورځې کېږي چې کور ته نه دی تللی او له کوره دباندې تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.

ارشیف، یو شمېر معتادین چې د درملنې په هدف په روغتون کې بستر دي
ارشیف، یو شمېر معتادین چې د درملنې په هدف په روغتون کې بستر دي

ده زیاته کړه:

"کورنۍ مې په کابل ښار کې اوسېږي او زه یې له کوره شړلی یم، ماته یې ویلي دي چې یا به نشه او یا به کورنۍ پرېږدې."

د اروا پوهانو له نظره معتادین ناروغان دي او بايد کورنۍ يې درملنې ته وهڅوي او د ناروغ په ډول چلند ورسره وکړي.

د ابن سینا روغتون ډاکتر نورالله سلطاني وايي چې له کور څخه د معتادينو شړل د هغوی پر ژوند ناوړه اغېزې کوي او بيا علاج ته غاړه نه ږدي.

نوموړی وایي:

"موږ عملاً لیدلي چې معتادین له کورونو څخه شړل شوي او څو کاله کېږي چې بې سرپناه ژوند تېروي او خپلو کورنيو ته نه ځي، په دې ډول د معتاد ژوند تباه کېږي او بالاخره کورنۍ او ټوله شتمني له لاسه ورکوي."

د ارواپوهانو له نظره، کورنۍ ځکه خپل معتاد غړي له کوره شړي چې د کورنۍ نور غړي په نشو اخته نه کړي.

ښه لاره دا ده چې کورنۍ د دې پر ځای چې معتاد له کوره وشړي، بايد د نشو پرېښودلو ته يې وهڅوي او تل يې وڅاري، په دې ډول به له یوې خوا د معتاد درملنه وشي او له بلې خوا به بېرته نشو ته مخه نه کوي.

راپور: فرید حلیمي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG