د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

د لیبیا حکومت پلوي ځواکونه له مصراته ښاره د طرابلس د دفاع لپاره خوځېدلي


د لیبیا د پوځ یو انځور
د لیبیا د پوځ یو انځور

د لیبیا حکومت پلوي ځواکونه له مصراته ښاره د پلازمېنې طرابلس د دفاع لپاره خوځېدلي دي.

پرون شنبه څو ساعته وروسته له دې چې د خلیفه حفتر په مشرۍ د لیبیا ملي پوځ د طرابلس پر هوايي ډګر د ولکې ادعا وکړه، حکومت ته وفادار ځواکونه له مصراته ښار څخه په هغو ګاډو کې چې پر سر یې درنې ماشینګڼې لیدل کېدلې، د طرابلس خوا ته وخوځېدل، څو د پلازمېنې هوايي ډګر بېرته ونیسي.

د جمعې په ورځ په ختیځ ښار بن غازي کې د حکومت مخالف قوماندان خلیفه حفتر اعلان وکړ چې وسله والو یې د طرابلس د جنوبي څنډو پر لور پرمختګ کړی او پخوانی نړیوال هوايي ډګر یې نیولی دی.

د لیبیا د حکومت مخالف قوماندان خلیفه حفتر
د لیبیا د حکومت مخالف قوماندان خلیفه حفتر

د حفتر په مشرۍ د لیبیا د ملي پوځ ویاند احمد میسماري خبریالانو ته وویل:

"د طرابلس هوايي ډګر مو تر بشپړې ولکې لاندې دی، قصر بن غشیر، د وادي رابعه سړک دېرش کیلومتره ساحه او د طرابلس نړیوال هوايي ډګر او د هغه سړک مو تر بشپړې ولکې لاندې دي."

د حفتر په مشرۍ ملي پوځ په ختیځ ښار بن غازي کې د مرکزي حکومت له موازي ادارې سره متحد دی.

د دې ځواکونو له خوا د مرکزي حکومت پرضد پوځي عملیات د قدرت لپاره د هغو هڅو نښه ده چې د تېلو د پراخو زېرمو لرونکې لیبیا کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د معمر القذافي د رژیم له پرځېدو وروسته پیل شوي.

تمه ده چې ملګري ملتونه په لیبیا کې د احتمالي انتخاباتو په اړه د بحث لپاره د روانې اپرېل میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د لیبیا د ملي کنفرانس په نوم لویه غونډه جوړه کړي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به په لیبیا کې د انتخاباتو د طرحې په برخه کې یوه موافقه ترلاسه شي، څو په دې هېواد کې د اوږدې بې ثباتۍ مخه ونیول شي.

لیبیا د تېلو لویې زېرمې لري او د تېلو مهم صادروونکی هېواد دی، خو په عین حال کې د هغو کډوالو د ټرانزیټ مهم مرکز هم دی چې د افریقا له بېلابېلو هېوادونو څخه د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته ځي.

XS
SM
MD
LG