د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

ډیپلومات: ازبکستان ورو ورو غواړي چې د سولې پروسه کې خپل ځای پیدا کړي


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د مارچ میاشتې په لومړیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره وکتل او چې کله تاشکند ته ستون شو، دستي یې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د مارچ میاشتې په لومړیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره وکتل او چې کله تاشکند ته ستون شو، دستي یې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره خبرې وکړې.
  • ډیپلومات

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته د ازبکستان د چمتووالي موضوع ته ډیپلومات خپرونې پاملرنه کړې ده.

ډیپلومات لیکي:

ازبکستان ورو ورو غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپل ځای پیدا کړي.

دا خپرونه څرګندوي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د مارچ میاشتې په لومړیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره وکتل او چې کله تاشکند ته ستون شو، دستي یې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره خبرې وکړې.

خپرونه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پر ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د حمدالله محب انتقاد ته اشاره کوي او لیکي چې له دې ټکره په استفادې ازبکستان راوړاندې شوی او غلی تماس‌یې له کابل او طالبانو سره نیولی دی، څو تاشکند د یوه بل منځګړي په توګه د افغانستان په سوله کې رامخکې شي.

کاملوف روانه اوونۍ له کابله د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې هېواد یې چمتو دی چې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه شي.

زلمي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د دې هرکلی وکړ چې د ازبکستان په څېر یو هېواد وړاندیز کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه شي.

خو ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړه چې سیمه‌ییزې سیالۍ باید د افغانستان د سولې پر بهیر منفي اغېز ونه‌کړي.

  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې د خپلې لیکنې په سر کې یو زړه بوږنوونکی عکس خپور کړی دی.

یو سړی دی، دواړه پښې یې غوڅې شوې دي، دی پر یوه څوکۍ ناست دی، څنګ ته‌یې د معلولینو څوکۍ تشه پرته ده.

خپرونه لیکي چې دی ۲۵ کلن دی، عمران ګل نومېږي، په کابل کې د سره صلیب د کمېټې په روغتون کې نورو معلولینو ته د وجود مصنوعي غړي جوړوي.

مېل انلاین وړاندې د ملګرو ملتونو د ماینونو د څانګې د راپور په استناد لیکي چې تر ځمکې لاندې د ماینونو د قربانیانو شمېر په افغانستان کې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو ترمنځ پنځه برابره شوي دي.

خپرونه لیکي چې د ماینونو د قربانیانو شمېر خصوصاً وروسته تر دې زیات شوی دی چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې سختې شوې دي.

د افغانستان حکومت د ماینونو پر ضد نړیوال قانون لاسلیک کړی دی، خو طالبان او نور وسله‌وال دا ډول اصول نه‌رعایتوي.

XS
SM
MD
LG