د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

اسوشیټېډ پرس: د فاطمیون ډلې لسګونه زره غړي افغانستان ته د راستنېدو په حال کې دي


ارشیف، د یو شمېر افغان ځوانانو انځور چې د ایران له‌خوا د فاطمیون په ډله کې د سوریې د جنګ لپاره استخدام شوي دي.
ارشیف، د یو شمېر افغان ځوانانو انځور چې د ایران له‌خوا د فاطمیون په ډله کې د سوریې د جنګ لپاره استخدام شوي دي.

لسګونه زره افغانان چې د ایران حکومت د سوریې په جګړه کې د ګډون لپاره روزلي او استخدام کړي وو، د ولسمشر بشار الاسد د رژیم په پلوۍ د سوریې په اته کلنه کورنۍ جګړه کې له ګډون وروسته افغانستان ته د راستنېدو په حال کې دي.

دا افغانان چې تر ډېره د افغانستان په شیعه اقلیت پورې تړلي، د ایران د پوځي ملېشو له‌خوا د نسبتاً لوړو تنخواګانو د ژمنې په بدل کې دې جګړې ته استول شوي وو.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د مهدي په نوم له یوه ځوان سره چې د سوریې له جګړې څخه خپل ټاټوبي هرات ته راستون شوی او نه‌غواړي چې بشپړ نوم‌یې افشا شي، خبرې کړي.

د راپور له مخې مهدي اصلاً د یوه ښه ژوند په تمه غوښتل چې د ایران له لارې اروپا ته ولاړ شي، خو یوه ورځ‌یې پام شو چې برخلیک ګردسره یوې بلې متفاوتې دنیا ته راوستی دی، د سوریې د کورنۍ جګړې ډګر ته او د هغو ملېشو په لیکو کې چې ایران جوړې کړې دي.

مهدي اسوشیټېډ پرس ته ویلي دي چې دی د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر ضد د جګړې یوې خونړۍ جبهې ته استول شوی و، ده به هلته د خپلو ملګرو مړي لیدل چې هره خوا پراته دي او د داعش د جنګیالیو د تکبیر اوازونه به‌یې له نږدې اورېدل.

ارشیف، د یو شمېر افغان ځوانانو انځور چې د سوریې په جنګ کې وژل شوي دي
ارشیف، د یو شمېر افغان ځوانانو انځور چې د سوریې په جنګ کې وژل شوي دي

مهدي چې اوس ۲۱ کلن دی، وايي چې په افغانستان کې وېرېږي، ځکه ده ته د ترورېست په سترګه کتل کېږي.

حتی د اسوشیټېډ پرس خبریال وايي، له مهدي سره‌یې د هرات ښار په یوه لیرې پرته سیمه کې په داسې حال کې وکتل چې نوموړي حتی خپله څېره په یوه دستمال پوښلې وه او نه‌یې غوښتل چې خپله ټوله څېره وښيي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک د اسد د واکمنۍ د خوندي کولو لپاره خپل سلګونه سرتېري او نورې متحدې ډلې د سوریې جګړې ته واستولې چې تر ټولو نامتو یې د لبنان حزب‌الله ډله وه، خو په دې جګړه کې تر ټولو زیاته ونډه د فاطمیون د لوا ملېشو اخیستې چې غړي یې د افغانانو له‌منځه استخدام شوي.

سپاه نه‌یوازې له افغانستان، بلکې له پاکستان، عراق، لبنان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه هم د ځوانانو ډلګۍ استخدام کړي او دې جګړې ته‌یې استولې دي.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس په خپل راپور کې د افغان څارونکو له قوله لیکي چې وايي، په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان د نږدې ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو هڅې چټکې کړې دي، ایران ښايي له دې پخوانیو جنګیالیو څخه په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په مقصد کار واخلي.

XS
SM
MD
LG