د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

اجرائیه ریاست: له سولې وروسته به هم د نړیوالې ټولنې مرستې دوام پیدا کړي


سپېدار ماڼۍ
سپېدار ماڼۍ

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د نړیوالې ټولنې د پخوانیو ژمنو له مخې د سولې له ټینګېدا وروسته به هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې دوام پیدا کړي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې افغانان یوې تل پاتې او باعزتې سولې ته نږدې شوي او له سولې وروسته به هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې همکاري دوام پيدا کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له نړیوالې ټولنې سره په دې برخه کې واضح تړونونه او تعهدات شتون لري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

ده وویل:

"د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ واضح تعهدات شتون لري، تر هغې چې اړتیا وي، نړیوال د افغانستان د حکومت ترڅنګ ولاړ دي، هیله مند یوو چې ژر به باعزت او تل پاتې سوله راځي او له هغې وروسته به نړیوال بیا هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړي سرمفتش په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې افغان حکومت د سولې له ټینګېدو وروسته د نړیوالو له مالي مرستې پرته ښايي دوام ونه کړي.

د سیګار راپور زیاتوي چې د سولې د خبرو له بریا وروسته ښايي ۳۰۰ زره کسیز افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هغه صورت کې چې معاشونه یې ور ونه رسېږي، د افغانستان ثبات له یو جدي ګواښ سره مخامخ کړي.

د نړیوالو چارو د افغان کارپوهانو په باور، د سیګار له دغه خبرداري هدف افغانستان ته د نړیوالو پام راګرځول او له دغه هېواد سره د نویو مرستو راجلبول دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات وايي:

"که چېرې طالبان د سولې او نظام یوه برخه ګرځي، نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید دغې مسئلې ته د یوه نوي ماموریت په توګه وګوري او دغه ماموریت په خپلو مرستو او بسپنې باندې ودوري، له شک پرته که نړیوالې مرستې کمې او یا ودرول شي، دا یو حقیقت دې چې د نظام لپاره به زیاتې ستونزې وزېږوي."

د ښاغلي سادات په خبره، د نړیوالو اصولو له مخې کله چې کوم هېواد له جګړې راوځي او د سولې خواته ځي، نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه او د سولې سازمانونه مجبور دي چې له اړوند هېواد سره د مرستیو او عادي ژوند ته د راګرځېدو یو نوی ماموریت پيل کړي.

د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په روانه اوونۍ کې اروپايي هېوادونو، افغانستان او سیمې ته د خپل سفر نوې دوره پیل کړې او تمه ده چې د طالبانو له استازو سره بیا هم د شپږم ځل لپاره په قطر کې خبرې وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG