د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

مخابراتي شرکتونو ته د افغانستان د مخابراتو وزارت خبرداری!


د افغانستان د مخابراتو وزارت ودانۍ
د افغانستان د مخابراتو وزارت ودانۍ

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وايي، له دې وروسته به د مخابراتي شرکتونو پر وړاندې له نرمښته کار وانه‌خیستل شي.

په افغانستان کې له مخابراتي خدمتونو د ګټې اخيستونکو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي، خو د يو شمېر کابل ښاریانو په خبره، د مخابراتي کمپنیو خدمتونه ورته د قناعت وړ نه‌دي.

دوی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» ازادي راډیو ته وایي:

"زما نوم محمد حضرت دی، د مخابراتي کمپنیو له کاره موږ رضایت نه‌ښيو، دا ځکه چې دوی شخصي ګټې ډېرې په نظر کې نیسي، په کرېډېټ باندې لګښت ډېر راځي، خدمات‌یې د لایحې او اصولو سره برابر نه‌دي، اوس په‌کې د غلا سیستم زیات شوی دی."

"زما نوم امین‌الله دی، په فېس‌بوک کې ډېر کمزوری دی، انټرنټي لګښتونه هم زیات شوي دي، ما نه‌يې څو وارې پیسې وهلې دي، زما غوښتنه دا ده چې غلا بنده شي، نور خدمتونه ښه شي، اوس چې يوه اوونیزه بسته فعاله کړې، نورې پیسې هم درنه وهي."

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۳ میليونه وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.

په مخابراتي کمپنیو بله نیوکه دا ده چې په خپل سر خلکو ته بېلابېل خدمتونه فعالوي او په بدل کې ترې پیسې ګرځوي.

د کابل ښار یو ټکسي چلوونکی عبدالجبار له همداسې یو کار سره مخ شوی.

دی وایي:

"ما نه‌یې پیسې پټولې، زنګ مې ورته وواهه، ځواب‌یې نه‌کړ، بیا له نږدې ورغلم، خپل حال مې ورسره شریک کړ، راته ویې‌ویل چې تا کومه سندره ثبت کړې ده، ما ویل ما نه‌ده کړې، که تاسو کړي، دا مناسبه نه‌ده، بیا هم دا ستونزه حل نه‌شوه، نو سیمکارټ مې بدل کړ."

د مخابراتي خدماتو په برخه کې بله ستونزه چې خلک ورڅخه شکایت کوي، هغه د مخابراتي پوښښ ده چې د خلکو په خبره، زیاترو ځایونو کې مخابراتي دستګاوې سم کار نه‌کوي.

خو د افغانستان د مخابراتو او ټنکالوژۍ وزارت بیا وايي چې اوس‌مهال د افغانستان ۸۹ سلنه خاوره د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې ده.

خو د خلکو دغو شکایتونو ته د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ د وزیر شهزادګل اریوبي ځواب څه دی؟​

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي

​ښاغلي اریوبي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د کلني راپور د وړاندې کولو په غونډه کې ازادي راډیو ته وویل:

"يو څه وخت مهلت ورته ورکوو چې دوی اصلاحات راولي، خو که اصلاح نه‌شول، لومړۍ سپارښته ده، دوهم جریمه ده او که بیا هم ونه‌شول، اړ یوو چې جواز ورڅخه واخلو، له دې وروسته مراعات نه‌شته، زه هېڅ مراعات نه‌کوم او که دا کارونه مې عملي نه‌کړل، اماده یم استعفا ورکړم او تاسو غوندې یو بل کار پیدا کوم."

ښاغلی اریوبي د مخابراتي کمپنیو د نرخونو د کنټرول په برخه کې هم د ځانګړو تګلارو د پلي کېدو خبره کوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې مخابراتي کمپنۍ به خلکو ته ځواب ورکوونکې وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG