د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

سرخط: لنډ مهالی حکومت یعنې څه؟


د کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپاڼو د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډ او د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د واک د مودې د پای ته رسېدو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې "لنډ مهالی حکومت یعنې څه؟" په سرلیک په خپره شوې سرمقاله کې لیکلي دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشریزو انتخاباتو د دوه ځلي ځنډ سره هم‌مهاله د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د اوسني حکومت د مشروعیت او نه‌مشروعیت په اړه ګڼې پوښتنې راپورته شوې دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې که څه هم د اساسي قانون له مخې باید ولسمشریز انتخابات د جوزا له لومړۍ نېټې دوه میاشتې وړاندې ترسره شوی وی، خو د انتخاباتي جنجالونو له امله دا نېټه دوه ځلې وځنډېده.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

اوس چې انتخابات ځنډېدلي او د میزان د میاشتې په شپږمه ترسره کېږي د اوسني حکومت پر ځای د لنډمهاله حکومت موضوع راپورته شوې او نامستقیم ټینګار کېږي چې سیاسي ګوندونه او د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماندان‌يې د جوړولو لپاره پر یوه چوکاټ سلا وکړي.

خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې له یوې خوا د لنډ مهالي حکومت جوړول خپل قانوني چوکاټ لري چې څه ډول باید جوړ شي، سیاسي ګوندونه او ډلې يې د جوړولو صلاحیت نه‌لري او له بلې‌خوا تېرو تجربو او اوسني حالت ته په کتو د لنډ مهالي حکومت جوړول د افغانانو په ګټه نه‌دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې همدې مسئلې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د اساسي قانون پر اساس د افغانستان د ولسمشر د واک موده د پنځم کال د جوزا په لومړۍ نېټه بل منتخب ولسمشر ته سپارل کېږي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې اوس چې د ولسمشر غني د واک موده څو اوونۍ وروسته پای ته رسېږي، نه لا انتخابات شوي او نه هم ورته تیاری نیول شوی دی.

سرمقاله لیکونکی لیکي، په‌داسې حال کې چې د سولې تودې خبرې اترې روانې دي، که د انتخاباتو دا ځنډ د سولې په هدف وي، نو که د اوسني حکومت د واک موده د سیاسي جوړ جاړي پر اساس غځول کېږي هم ډېره ستونزه به رامنځته نه‌کړي، خو که حکومت د سولې پر ځای د تېر ایستونکو انتخاباتو په ترسره کېدو ټينګار کوي، نو اړتیا ده چې په‌دې اړه ټول اړخونه کېني او تصمیم ونیسي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په‌دې اړه په خپله سرمقاله کې د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم د مشر حنیف اتمر څرګندونې راخیستي چې ویلي يې دي، باید سر له نننه د یو سرپرست جمهور رئیس ګمارلو ته تدابیر ونیول شي.

سرمقاله لیکي:

افغان حکومت دغو څرګندونو ته په پام باید داسې طرحه وړاندې کړي چې د خلکو او ښکېلو اړخونو قناعت حاصل کړي.

XS
SM
MD
LG