د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

ډونالد ټرمپ د جولان پر لوړو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپېژانده


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې رسمي اعلامیې په لاسلیک سره د جولان پر لوړو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپېژاند.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې رسمي اعلامیې په لاسلیک سره د جولان پر لوړو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپېژاند.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولان پر لوړو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپېژانده.

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یوې رسمي اعلامیې په لاسلیک سره وویل چې متحده ایالاتو باید لسیزې وړاندې د جولان پر لوړو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت پېژندلی وی.

د دې سند تر لاسلیک څو شېبې وړاندې ډونالد ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې وویل چې اسرائیل دا سیمه د خپل امنیت لپاره نیولې وه.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:

"د اسرائیل دولت په ۱۹۶۷میلادي کال کې د جولان لوړې له بهرنیو ګواښونو څخه د خپل امنیت لپاره نیولې وې. نن د ایران او د سوریي په جنوب کې نورې ترورېستې ډلې چې حزب‌الله هم په‌کې شامله ده، هڅو ته دوام ورکوي چې دا سیمه د اسرائیل پر وړاندې د بریدونو لپاره یوه اساسي برخه جوړه کړي."

ولسمشر ډونالد ټرمپ
ولسمشر ډونالد ټرمپ

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم د دې اعلامیې د لاسلیک پر مهال د ولسمشر ټرمپ تر څنګ ولاړ وو.

نتانیاهو دا اعلامیه یو داسې سند وباله چې یوه تاریخي ورځ بیانوي.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې اسرائیل هغه دوه جګړې «په ۱۹۴۹ او ۱۹۶۷ میلادي کلونو کې د عرب او اسرائیلو او سوریې او اسرائیلو ترمنځ» وګټلې، موږ نږدې نیمه پېړۍ انتظار وایست، څو په‌دې خونه کې دغه شېبې راورسېدلې او زموږ پوځي بری یې یو ډیپلوماتیک بري ته واړاوه. له همدې کبله ښاغلی ولسمشره! ستاسو دا پرېکړه چې د جولان پر لوړو د اسرائیلو د حاکمیت پېژندل دي، تاریخي ده او موږ دا سیمه نیولې او هېڅ‌کله به‌یې پرې نه‌ږدو."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

نتانیاهو وویل، د اسرائیل صدراعظم زیاته کړه، د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام د دواړو متحدینو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت پیاوړې کړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر د دې اقدام په غبرګون کې دا د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت یو ښکاره برید وباله.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام غیر قانوني وباله.

نوموړې روسي رسنیو ته وویل چې دا اقدام ښایي په منځني ختیځ کې نوې شخړې راپورته کړي.

سوریې په ۱۹۷۳ میلادي کال کې د منځني ختیځ د جګړو پر مهال هڅه وکړه چې د جولان لوړې بېرته له اسرائیلي ځواکونو څخه ونیسي، خو د دوی د برید مخه ونیول شوه.

په ۱۹۸۱میلادي کال کې اسرائیلو خپل قوانین دغې سیمې ته وغځول، خو دا اقدام‌یې د نړیوالې ټولني له‌خوا ونه‌منل شو.

XS
SM
MD
LG