د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

اروپايي اتحادیې ویلي چې د جولان د غونډیو په اړه خپل دریځ نه بدلوي


د اروپایي ټولنې بیرغ
د اروپایي ټولنې بیرغ

د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک پرون د مارچ په دوه ویشتمه خبریالانو ته وویل چې د جولان د غونډیو په اړه د ډونالد ټرمپ وروستی بیان د اروپايي ټولنې نظر نه شي بدلولای.

ډونالد ټوسک وویل:

"د اروپا دریځ واضح دی او نه دی بل شوی، اروپايي اتحادیه د جولان پر غونډیو د اسرائیل واک په رسمیت نه پېژني."

د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک
د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک

​خو د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د مارچ په یویشتمه پر ټوېټر ولیکل چې د دې وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه د جولان غونډۍ رسماً د اسرائیل د خاورې برخه وګڼي.

ټرمپ په یوه ټوېټ کې ولیکل:

"د جولان غونډۍ له ستراتيژیک او امنیتي اړخه د اسرائیل دولت او ټولې شااوخوا سیمې ته اهمیت لري.

د جولان غونډۍ په ۱۹۶۷ میلادي کال کې اسرائیلي ځواکونو له سوريې ونیولې.

خو نړیواله ټولنه رسماً د ا سیمه د سوريې د خاورې برخه ګڼي.

سوریه دا سیمه اشغال شوې ګڼي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې د جولان د غونډیو د اشغال په اړه د ډونالد ټرمپ خبرې غندي او غیر مسؤلانه یې ګڼي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له امریکا غوښتنه وکړه چې دا سیمه د دوی د خاورې برخه وګڼي او پر نړیوالو هم فشار واچوي چې دا کار وکړي.

د امریکا د حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي پرون رسنیو ته وویل چې پر داسې سند کار روان دی چې امریکا به د جولان پر غونډیو د اسرائیل ادعا ته رسمیت ورکړي.

ټاکل شوې چې د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په څو ورځو کې واشنګټن ته ولاړ شي.

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د امریکا د حکومت یوې سرچینې ویلي چې ډونالد ټرمپ به د اسرائیل له صدراعظم سره د کتنې په وخت د جولان د غونډیو په اړه ترتیب شوی سند لاسلیک کړي.

د امریکا په سیاسي کړیو کې داسې اندېښنه پېدا شوې چې د ټرمپ داکار ښايي د منځني ختیځ د سولې پر هڅو منفي اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم د جمعې په ورځ د جولان پر غونډیو د یهودي مېشت ځایونو زیاتېدل وغندل.

ترکیې، ایران، د اسلامي همکاریو سازمان او روسیې هم په دې تړاو د ډونالد ټرمپ وروستی دریځ د اندېښنې وړ بللی دی.

د روسیې حکومت ویلي، هیله لري چې د ټرمپ خبرې به یوازې خبرې وي.

د امریکا متحدو ایالاتو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له تل ابیبه خپل سفارت بیت المقدس ته ولېږداوه چې په نړۍ کې یې مختلف غبرګونونه وپارول.

د رپوټونو پر اساس، د سپینۍ ماڼۍ سلاکارانو ولسمشر ټرمپ ته مشوره ورکړې چې د جولان د غونډیو په اړه پر خپل نوي دریځ ودرېږي او ډاډ یې ورکړی چې دا وار هم واشنګټن کولای شي چې نړیوال غبرګونونه مهار کړي.

XS
SM
MD
LG