د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

نن يکشنبه په واشنګټن کې د اسرائیل پلوو امریکایي سیاستوالو کنفرانس پيلېږي


ارشیف
ارشیف

نن يکشنبه يوه ډله سياستوال چې د اسرائيل پلوه دي، په واشنګټن کې خپل کنفرانس پيلوي.

د امريکا په متحدو ايالتونو کې يوه عمده ډله چې د اسرائيل لپاره لابي کوي، د يکشنبې په ورځ خپل درې ورځنى کنفرانس پيلوي.

د امريکايي اسرائيليانو د عامه چارو کمېټې په کلني کنفرانس کې به د امريکا د ولسمشر د مرستيال مايک پنس په ګډون د امريکا د دواړو ګوندونو مشران برخه واخلي.

پنس د جمهوريت غوښتونکو د ګوند غړى دى او بله برخواله به د ډموکرات ګوند غړې نانسي پلوسيوي ده چې په کانګرس کې د استازو د جرګې مشره هم ده.

د سږکال کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د اسرائيل په وړاندې په امريکا کې د همکارۍ روحيه پياوړې شوې ده.

خو د ډموکرات ګوند کيڼ اړخو په تېرو څو لسيزو کې د واشنګټن له خوا د اسرائيل د قوي ملاتړ په اړه شکايت کړى دى.

د موف آن په نوم سياسي ډلې چې د سياسي او ټولنيزو اصلاحاتو لپاره هڅه کوي، د ٢٠٢٠ میلادي کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ډموکرات ګوند له کانديدانو غوښتنه کړې چې د يوه تغيير په ډول دې د امريکايي اسرائيليانو د عامه چارو کمېټې په غونډه کې له ګډونه ډډه وکړي.

په واشنګټن کې د کېدونکي کنفرانس وروستۍ ورځې ته به د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو هم وينا وکړي.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې په پام کې ده په اسرائيل کې يوه اوونۍ وروسته کليدي انتخابات وشي.

نتانياهو واشنګټن ته تر روانېدو مخکې وويل:

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

"زه به د جولان پر لوړو د اسرائيل د حاکميت د رسميت پېژندنې په خاطر د امريکا له ولسمشر ډونالد ټرمپه مننه وکړم."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره پنجشنبه په ټوېټر کې ليکلي وو، د دې وخت راغلى چې نړیواله ټولنه د جولان لوړې رسماً د اسرائیل د خاورې برخه وګڼي.

خو د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک تېره جمعه خبریالانو ته وویل چې اروپايي ټولنه د جولان پر لوړو د اسرائيل واک په رسميت نه پېژني.

اسرائیلي ځواکونو د جولان لوړې په ۱۹۶۷ میلادي کال کې له سوريې ونیولې.

د اسرائيل صدراعظم ويلي، له ولسمشر ټرمپ سره به په کتنه کې په سيمه کې د ايران د تهاجمي تګلارې د مخنيوي لپاره د ګډو هڅو پر دوام هم خبرې وکړي.

د بنيامين نتانياهو په واکمنۍ کې د امريکا له جمهوريت غوښتونکي ګوند سره د اسرائيل اړيکې پياوړې شوي دي.

ولسمشر ټرمپ تېر کال د امريکا سفارت له تل ابيبه بيت المقدس ته انتقال کړ او دې کار يې هغه هېوادونه په غوصه کړل چې اکثريت وګړي يې مسلمانان دي.

XS
SM
MD
LG