د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

بېل ګېټس: د افغان طالبانو مشران د پوليو د له‌منځه وړلو د هڅو مخه نيسي


بشرپال میلیاردر او د مايکروسافټ کمپنۍ يو له مؤسسانو بېل ګېټس
بشرپال میلیاردر او د مايکروسافټ کمپنۍ يو له مؤسسانو بېل ګېټس

بشرپال میلیاردر بېل ګېټس وايي، د افغان طالبانو مشران د ګوزڼ يا پوليو د له‌منځه وړلو د هڅو مخه نيسي.

بېل ګېټس وايي، د پوليو يا ګوزڼ د ساري او خطرناکې ناروغۍ د له‌منځه تلو لپاره به نړيوالې هڅې نتيجه ورکړي، خو د ده په خبره د افغانستان جګړې او د قدرت پر سر شخړو په دې برخه کې پرمختګ ټکنى کړى دى.

بېل ګېټس د دوشنبې په ورځ له روېټرز اژانس سره په ټيليفوني مرکه کې وويل:

"غټه ستونزه وسله‌وال طالبان دي."

د وسله‌والو طالبانو یو انځور
د وسله‌والو طالبانو یو انځور

ميلیاردر بېل ګېټس چې د مايکروسافټ کمپنۍ يو له مؤسسانو دى، د بېل او ملېنډا ګېټس په نوم خيريه بنسټ‌يې د ګوزڼ د له‌منځه وړلو د کمپاين تر ټولو لويو تمويلوونکو څخه دى.

د ګوزڼ يا پوليو د ساري ناروغۍ وايروس په هغو سيمو کې خپرېږي چې روغتيا ساتنه (حفظ‌الصحه) يې کمزورې وي چې پر عصبي سیستم حمله کوي او يو کس ممکن ورباندې تر اخته کېدو وروسته په څو ساعتونو کې فلج شي.

يوازې واکسين کولاى شي چې د ګوزڼ يا پوليو د ناروغۍ مخه ونيسي.

د پوليو د له‌منځه وړلو د طرحې (GPEI) معلومات ښيي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ٢٣ او په پاکستان کې ١٦ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

دغه اداره وايي، روان ٢٠١٩ میلادي کال په نړۍ کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ٦ ته رسېدلى دى.

افغانستان، پاکستان او نايجريا د نړۍ په سطحه هغه هېوادونه دي چې لا هم د دې ناروغۍ پېښې په‌کې ثبتېږي.

د پوليو د له‌منځه وړلو طرحه چې د روغتيا نړيوال سازمان، د ګېټس بنسټ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره يا يونېسف هم په‌کې شامل دي، د نورو ادارو تر څنګ د ګوزڼ د له‌منځه وړلو هڅې په ١٩٨٨ میلادي کال کې پيل کړې.

په هغو کلونو کې د ګوزڼ ناروغي په ١٢٥ هېوادونو کې خپره وه چې په نړۍ کې يې د ورځې شااوخوا ١٠٠٠ ماشومان فلج کول.

ارشیف، په کندهار کې د پولیو د واکسینو د یوه ګرځنده ښځینه ټيم انځور
ارشیف، په کندهار کې د پولیو د واکسینو د یوه ګرځنده ښځینه ټيم انځور

له ١٩٨٨میلادي کال راهيسې د ګوزڼ يا پوليو پېښې په سلو کې ٩٩ راکمې شوي دي.

بېل ګېټس له روېټرز اژانس سره په مرکه کې وويل، موږ بايد په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ پېښې صفر ته راټيټې کړو او له حکومتي تمويلوونکو هيله کوو چې په دې برخه کې ژمن پاتې شي.

ښاغلي ګېټس د هندوستان مثال ورکړ چې ۱،۳ ميليارده وګړي لري او ١٢ کاله مخکې د نړۍ په سطحه د ګوزڼ يا پوليو ٧٠ فيصده پېښې په‌کې ثبت کېدلې، خو روانه اوونۍ پنځه کلونه پوره شول چې په دغه هېواد کې د ګوزڼ يوازې يوه پېښه ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG