د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د هنر او ډیزاین انسټیټیوټ: د طالبانو په راتګ به د ښځو لاسته راونې څنګه شي؟


فایننشل ټایمز:

فایننشل ټایمز ورځپاڼه په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ویاند خبرو ته اشاره کوي چې دواړه لوري د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي.

فایننشل ټایمز لیکي، دا پرمختګ پر دوو ټکو راڅرخي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش ټاکل او دوهم دا چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پناه ځای بدل نه شي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې له ۱۶ ورځنیو خبرو وروسته واشنګټن ته ستون شوی، ترڅو امریکایي چارواکي له طالبانو سره د خبرو په ترڅ کې له رامنځته شویو پرمختګونو خبر کړي.

فایننشل ټایمز لیکي، بل لور ته له قطره د خلیلزاد تر تګ وروسته د طالبانو استازي په خپلو کې په سلامشورو بوخت دي، ترڅو د مذاکراتو بل دور ته چمتو شي.

خو کابل په دې باور دی چې د سولې په خبرو کې واقعي پرمختګ هله راتلی شي چې د افغانستان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته سره کېني.

د هنر او ډیزاین انسټیټیوټ:

د هنر او ډیزاین د انسټیټیوټ خپرونې بیا د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو د ونډې مسئلې ته اشاره کړې او لیکي، د افغانستان د سولې خبرې له دې سره مترادفې شوې دي چې طالبان به راځي، خو اصلي سوال دا دی چې ویل کېږي چې د ښځو په باره کې د طالبانو دریځ نه دی بدل شوی، که چېرته داسې وي، نو دې نظر څومره تغییر کړی او د هغو ښځو برخلیک به څرنګه شي چې اوس د افغانستان په پوځ کې کار کوي او په نورو برخو کې هم ښځې ډېرې لاسته راړونې لري، چې دا به څرنګه شي؟

د هنر او ډیزاین د انسټیټیوټ خپرونه دا پوښتنه هم کوي، طالبان چې د سولې د خبرو پرمهال وایي چې له خپلو اصولو نه په شا کیږي، نو دوی په رښتیا دومره تغییر کړی دی چې د ښځو په برخه کې دغه تحولات ومني؟

اتلانتیک:

هغه وخت رارسیدلی دی چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، دا د هغې مقالې عنوان دی چې امریکایي سناتور رانډ پاول لیکلې او د اتلانتیک خپرونې په خپله تازه ګڼه کې خپره کړې ده.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو اتلس کاله پوره شول، په دې جګړه کې تر ۲۳۰۰ ډېر امریکایي پوځیان ووژل شول او تر ۲۰۰۰۰ ډېر ټپیان شول.

له کنټایکي څخه سناتور پاول لیکي، د سیاسي جوړجاړي له لارې هڅې روانې دي چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو دا هڅه لومړۍ یوه نه ده، په ۲۰۱۱ کال کې ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د ټولو امریکایي محاربو پوځیانو د ایستلو وړاندیز وکړ چې تر ۲۰۱۴ کال پورې ووځي او هغه زمان ده غوښتي وو چې نېټه دې رامخته کړي او د ۲۰۱۲ کال تر اخره دې پوځیان ووځي، خو دا دی اوس ۲۰۱۹ کال دی او لا هم امریکايي عسکر په افغانستان کې دي.

سناتور پاول دا وړاندیز کوي چې کانګرس باید رامخته شي او پرې نه ږدي چې د امریکایانو بل نسل د افغانستان جګړې ته روان شي، په ځانګړي ډول چې دا جګړه پوځي حل لاره هم نه لري.

XS
SM
MD
LG