د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

حکومتي ځواکونو، طالبانو او نورو ډلو څومره افغان ملکیان وژلي؟


ارشیف، وژل شوي افغان ملکیان
ارشیف، وژل شوي افغان ملکیان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې تېر میلادي کال هم حکومتي ځواکونو او هم طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ملکیانو بریدونه کړي دي او هدفي وژنې یې کړې دي.

په‌دې راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما راپور ته هم اشاره شوې ده چې ویلي یې و، ۶۵ په سلو کې ملکیان د حکومت مخالف وسله‌والو له لوري د تېر کال په لومړیو نهه میاشتو کې وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې طالبانو او داعش بیا د ماشومانو په وسیله ځان وژونکي بریدونه کړي، کم عمره کسان‌یې خپلو لیکو ته جذب کړي، همداراز د حکومت مخالف وسله‌والو خلکو ته ګواښونه کړي، غلاوې یې کړي، خلک‌یې اختطاف کړي، پر حکومتي مأمورینو یې حملې کړي او پر بهرنیانو او روغتیايي کار کوونکو یې بریدونه کړي.

په‌دې کلني راپور کې د بشري حقونو په برخه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو له محاکمې پرته خلک وژلي، خلک‌یې عمداً پټ ساتلي.

ارشیف، په پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف، په پکتیا کې وسله وال طالبان

د دولت مخالف وسله‌والو له لوري د پټ ساتلو په برخه کې د طالبانو له لوري په کابل کې د امریکایي پوهنتون د هغو دوو برمته شویو استادانو قضیې ته اشاره کړې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې اختطاف شول او تر اوسه تري تم دي.

د خلکو د شکنجې په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د جون میاشتې راپور ته اشاره شوې ده چې دې کمېسیون له ۶۲۱ زندانیانو سره مرکې کړي دي او د دوی ۷۹ تنو دې کمېسیون ته ویلي و چې له دوی سره زور زیاتی شوی.

په قضایي برخه کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د قاضیانو شمېر کم دی چې له دې عمله په ډېرو مواردو کې خلک دودیزې قضا ته مخه کوي.

د ښځینه قاضیانو د کمبود مسئله هم یاده شوې او د افغانستان د ټولو قاضیانو چې شمېر یې ۲۱۶۲ تنو ته رسېږي، یوازې ۲۳۴ تنه‌یې ښځې دي.

په راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې ډېرې ښځې د دود دستور لپاره له اوسنیو محکمو چې نارینه په‌کې ناست دي، استفاده نه‌کوي.

په راپور کې د طالبانو، داعش او نورو د حکومت مخالف وسله‌والو له لوري شکنجو ته هم اشاره شوې چې د خلکو سرونه‌یې غوڅ کړي، سنګسار کړي یې دي.

د مثال لپاره‌یې د طالبانو له لوري د سرپل په کوهستان ولسوالۍ کې د یوه کس سنګسار ته اشاره کړې او د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش له لوري د یوه ۱۲ کلن د سر غوڅولو ته.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې د بیان د ازادي په برخه کې پر افغان حکومت دا انتقاد شوی دی چې په ځینو مواردو کې په ولایتونو کې چارواکو د انتقادونو د غلي پاتېدو لپاره پر خبریالانو فشار راوستی دی، خو په کابل کې بیا خبریالان ازاد پاتې شوي دي، خو د کابل د اپرېل د ۳۰مې پېښې ته‌یې اشاره کړې ده چې په‌کې په شش درک سیمه کې په دوو پرله‌پسې انتحاري حملو کې د ازادي راډیو د خبریالانو، فرشتې محرم درانۍ، سباوون کاکړ او عبادالله حنانزي په ګډون نهه افغان خبریالان ووژل شول.

سباوون کاکړ په ازادي راډیو کې د پنځم کاري کال څخه یوه ورځ مخکې شهید شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00

په‌دې راپور کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې راپور ته اشاره شوې ده چې لیکي، د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د خبریالانو د وژلو، ځورولو، تهدیدولو او نیولو ۸۹ پېښې ثبت شوې دي او د طالبانو او داعش له لوري د تېر کال په لومړۍ نیمایي کې د وړم کال په پرتله له خبریالانو سره خشونت ۷۰ په سلو کې زیات شو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت کلنی راپور تېره شپه خپور شو او په‌دې ارتباط تر اوسه د افغانستان حکومت خپل نظر نه‌دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG