د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جیش محمد ډلې د لسګونه غړو د نیولو خبر ورکړی


یو شمېر پاکستاني پولیس
یو شمېر پاکستاني پولیس

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جیش محمد ډلې د لسګونه غړو د نیولو خبر ورکړی.

پاکستاني چارواکو تأیید کړې ده چې په نیول شویو کسانو کې د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر ورور مفتي عبدالرؤف هم شامل دی.

پاکستاني چارواکو نوموړی د دې ډلې مهم غړی بللی دی.

جیش محمد همغه ډله ده چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي سرتېرو د فبرورۍ د ۱۴مې د حملې مسؤلیت‌یې منلی.

په دې حمله کې د هند د ملېشه ځواک ۴۱ سرتېري ووژل شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون سې شنبه د مارچ په ۵مه د دې کسانو د نیولو خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزیر، اعظم سلیمان خان په همدې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې که هند دوی ته نور شواهد وسپاري، نو پاکستان به نور اقدامات هم وکړي.​د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، اعظم سلیمان خان

​ده وویل:

"دا پراخ عملیات وو چې د ټولو ممنوع ډلو پر ضد ترسره شول، ځیني نومونه هند په یوه دوسیه کې موږ ته سپارلي، موږ له هنده د نورو شواهدو غوښتنه هم کړې او د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې کار کوي، په هغه صورت کې چې هند نور شواهد راوسپاري، موږ به پراخ اقدامات وکړو، اوس مو ۴۴ کسان نیولي دي چې له بېلابېلو ډلو سره اړیکې لري."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي دي چې د ټولو ممنوع ډلو او شبکو پر ضد جدي اقدامات به پراخ کړي.

په هندي کشمیر کې د خونړۍ حملې په نتیجه کې د نوې ډېلي او اسلام‌اباد په اړیکو کې کړکېچ خورا زیات شو.

دواړو هېوادونو یو بل ته ګواښونه وکړل او د دوی ترمنځ د بلې احتمالي جګړې د پیل په اړه اندېښنې زیاتې شوې، خو وروسته له دې چې پاکستان هندی پیلوټ ابي نندن وراتهمن خوشې کړ، په کړکېچ کې کموالی راغی.

هندی پیلوټ ابي نندن وراتهمن
هندی پیلوټ ابي نندن وراتهمن

د ابي نندن الوتکه په پاکستان کې راولوېده، خو وروسته له دې چې پاکستاني پوځیانو هغه ونیو، د صدراعظم عمران خان په امر خوشې شو.

پاکستان تر سخت نړیوال فشار لاندې دی چې د ټولو ترورېستي ډلو په تېره جیش محمد پر ضد چې په هند کې یې څو حملې کړې دي، جدي اقدامات وکړي.

امریکا، بريتانیې او فرانسې تېره میاشت وړاندیز وکړ چې د جیش محمد مشر مسعود اظهر دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور فهرست کې شامل شي.

تمه ده چې د امنیت شورا د روانې مارچ میاشتې په نیمايي کې د دې وړاندیز په اړه رأیې ورکړي، خو مخکې له دې چین چې د امنیت شورا دایمي غړی دی، په تور فهرست کې د جیش محمد د شاملولو د هڅو مخنیوی کړی.

د هند حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دې کسانو د نیول کېدو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو یوه هندي چارواکي چې نه‌غواړي نوم‌یې افشا شي، په دې اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان له‌خوا دا اقدامات کافي نه‌دي.

XS
SM
MD
LG