د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

ازبکستاني چارواکي: له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرسته کوو


آرشیف/
آرشیف/

ازبکي چارواکو د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار سره په لیدنه کې ویلي چې په بېلابېلو برخو او په تېره د سولې په پروسه کې به له افغانستان سره مرستې وکړي.

د سولې پروسه، له ترورېزم او مخدره موادو سره مبارزه، اقتصادي او امنيتي همکاري او ځیني نور مسائل د افغانستان او ازبکستان د ملي امنیت د شوراګانو د سلاکارانو د خبرو اصلي محور و.

د افغانستان د ملی امنیت شورا وايي، حمدالله محب تاشکند ته په خپل درې ورځیني سفر کې د ازبکستان د ملي امنیت د شورا له سلا کار ویکټور محمدوف سره لیدلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د ویاند مرستیال عبدالکبیرواثق ازادي راډیو ته وویل، ازبکي چارواکو د نورو مسایلو ترڅنګ، د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کړی دی.

ده وویل:

"په مختلفو برخو او په تېره د ترورېزم او افراطیت ضد مبارزه کې د اسنادو د تدوینولو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول، ترکمنستان د سولې په تړاو د خپل دریځ په هکله وویل، په افغانستان کې د سولې تامین د افغانانو په ملکیت کې ممکن دی."

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلا کار د دوشنبې په ورځ له ازبکي مقاماتو سره د لیدو په هدف ازبکستان ته تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دواړه لوري به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر امنیت او اقتصادي همکاریو هم بحث وکړي.

ښاغلی محب په داسې حال کې تاشکند ته ځي چې د طالبانو د اعلامېې له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د هغه هېواد ځانګړي استازي د دغې ډلې له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه غږېدلی دی.

دا لیده کاته په داسې حال کې کېږي چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پنځم پړاو په قطر کې روان دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داود کلکاني وايي، ازبکستان د دې له امله چې له افغان حکومت او طالبانو سره اړیکې لري، کولی شي چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داود کلکاني
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داود کلکاني

ده وویل:

"ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له افغان حکومت او طالبانو سره ښې اړیکې لري، نو کولی شي چې د سولې له پروسې سره همکاري هم وکړي او د یو تضمین کوونکي په توګه په قضیه کې هم دخیل شي."

ازبکستان مخکې له دې ویلي چې له افغانستان سره هر ډول مرستې ته لېوال او ان دا چې چمتو دی چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي چې تاشکند کولی شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې چې په تېزۍ سره روانه ده، اساسي نقش ولوبوي.

راپور: خا ن محمد سیند

XS
SM
MD
LG