د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

پاکستان ۲ مشکوک وسله‌وال نیولي چې د ګازو د پایپ‌لاین د الوزولو هڅې يې کولې


د پاکستان د پنجاب ایالت په بهاولپور سیمه کې د ترورېزم پرضد د مبارزې ځواکونو دوه مشکوک وسله‌وال نیولي چې د ګاز د يوه پایپ‌لاین د الوزولو هڅې يې کولې.

د بهاولپور د پولیسو ویاندې، نبیله غضنفر پرون د فبرورۍ په ۲۳مه خبریالانو ته وویل چې دواړه مشکوک وګړي د بلوچستان د ازادي پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې سره تړاو لري.

هغې همدا راز ویلي چې دواړو کسانو بهاولپور ته نېږدې په رحیم یارخان سیمه کې د ګاز د نل‌لیکې په الوزولو اقرار کړی دی.

د بهاولپور د پولیسو ویاندې زیاته کړې چې له مشکوکو وګړو سره دوه کیلوګرامه چاودېدونکي مواد، د وخت ټاکلو وسایل، د ارتباط لینونه او د چاودېدونکو موادو د الوزولو دستګاوې هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې چې د بلوچانو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د کشمیر پېښه
د کشمیر پېښه

د پنجاب ایالت بهاولپور ښار هندي پنجاب ته نږدې پروت دی.

د هندي کشمير په پلواما سیمه کې د فبرورۍ په ۱۴مه تروریستي حمله وشوه چې ۴۴ هندي ملېشه عسکر په‌کې ووژل شول او لسګونه نور زخمیان شول.

د حملې مسؤلیت د جېش محمد په نوم وسله‌والې ډلې واخېست چې مرکزونه یې د پاکستان د پنجاب ایالت په بهاولپور سیمه کې دي.

د پاکستان حکومت پرون وویل چې په بهاولپور کې د ترورېزم ضد پولیسو خاص عملیات کړي او د جېش محمد ډلې مرکزونه یې نیولي دي.

د پاکستان د پولیسو په وینا، په بهاولپور کې د جېش محمد ډلې یوه مدرسه چې اویا ښوونکي او تر ۶۰۰ زیات طالب العلمان په کې وو، وتړل شوه.

د هند حکومت ادعا کوي چې د جېش محمد ډلې بنسټ اېښودونکی، مولانا مسعود اظهر په هغه هېواد کې د تروریستي حملو په پلان او تنظیم کې لاس لري.

هند څو وارې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د مولانا مسعود اظهر نوم د نړیوالو تروریستانو لېست ته ور واچوي، خو د پاکستان او چین حکومتونه یې مخالفت کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پرون پر ټوېټر ولیکل چې د پنجاب په بهاولپور سیمه کې عملیات د هندي کشمير په پلواما سیمه کې له تروریستي پېښې سره تړاو نه‌لري.

خو د هند او پاکستان روابط په پلواما کې تر حملې وروسته ډېر ترینګلي شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د هند او پاکستان ترمنځ موجود وضعیت ډېر خطرناک دی.

ټرمپ وویل چې نوي ډیلي په پلواما کې حملې ته د کلک ځواب ورکولو نیت کړی او د کړکېچ د لا زیاتېدو مخنیوی باید وشي.

په همدې ورځ د پاکستان د پوځ ویاند هند ته خبرداری ورکړ چې لوبې دې نه ورسره کوي او د کشمير لانجه دې په خبرو حل کړي.

XS
SM
MD
LG