د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د المپیک نړیوالې کمېټې د سپورتي مناسبتونو د کوربه توب لپاره د هند غوښتنې ځنډولي


د المپیک نښان
د المپیک نښان

د المپیک نړیوالې کمېټې د سپورتي مناسبتونو د کوربه توب لپاره د هند ټول غوښتنلیکونه ځنډولي دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي دي چې د نړیوالو مسابقو د کوربه توب لپاره د هند ټولې غوښتنې یې وروسته له هغه وځنډولې چې دوو پاکستاني لوبغاړو ته د وېزې د ورکولو په برخه کې له نوې ډیلي سره ټولې هڅې ناکامې شولې.

دې پاکستاني لوبغاړو د توکیو په المپیک کې د ۲۵ متره واټن ډزو د لوبو د دوو تشو ځایونو د ډکولو په سیالۍ کې د ګډون لپاره د هند د وېزې غوښتنه کړې.

دې کمېټې په یوه بیان کې ویلي، وروسته له دې چې د نوې ډیلي د دې پرېکړې په اړه یې خبر ترلاسه کړ، نو تر وروستۍ شېبې پورې یې د هند د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړې، خو ګټه یې ونه کړه او پاکستاني پلاوي ته د وېزې د ورکولو ټولې هڅې بې ګټې شوې، نو ځکه دوی دا پرېکړه وکړه.

د هندوستان بیرغ
د هندوستان بیرغ

په بیان کې یادونه شوې چې د المپیک د نړیوالې کمېټې اجرائیه پلاوي همداراز پرېکړه کړې چې د هند د المپیک له ملي کمېټې او د دې هېواد له حکومت سره په هند کې د راتلونکو لوبو او المپیکي مناسبتونو د جوړېدو په اړه ټول بحثونه وځنډوي.

د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي دي چې د هند دا اقدام د المپیک په چارتر کې د تبعیض ضد او د کوربه هېواد له خوا په سپورت کې د سیاست د نه ګډولو له اصولو سرغړونه ده.

د المپیک نړیوالې کمېټې د نړۍ د سپورت پر ټولو فدراسیونونو هم غږ کړی دی چې د هند د حکومت له خوا ټولو لوبغاړو ته د انډول حق د ورکولو د تضمین تر وخته دې په هند کې خپلې لوبې نه پلان کوي.

د هند د المپیک د اتحادیې عمومي منشي راجیو مهتا ویلي دي چې د المپیک د نړیوالې کمېټې دا پریکړه په هند کې د سپورت لپاره یو لویه ماته ده.

ښاغلي مهتا روېټرز خبري اژانس ته وویل چې دوی د هند له حکومت سره په دوامدار تماس کې دي او هڅه کوي چې حکومتي چارواکو ته دا خبره روښانه کړي او قناعت ورکړي چې پاکستاني لوبغاړو ته وېزې ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د نوې ډیلي او اسلام اباد اړيکې په هندي کشمیر کې د نږدې یوې اوونۍ مخکې له ترورېستي حملې وروسته خورا زیاتې ترینګلې شوي.

په هغه حمله کې چې مسؤلیت یې د جیش محمد په نوم په پاکستان کې دېره ډلې ومانه، د هند د حکومتي ملېشه ځواک له څلوېښتو زیات سرتېري ووژل شول.

XS
SM
MD
LG