د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

سید شاه سقیم: په ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو د بدلون حتمي پرېکړه نه‌ده شوې


د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم
د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هغه راپورونه ردوي چې وايي، د حکومت د پرېکړې له مخې یو شمېر ولسوالۍ په ولایتونو بدلې شوې دي.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره دا تأییدوي چې د نویو ولایتونو د رامنځته کولو په اړه د دې ادارې او ارګ ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه پورې د کومې سيمې او ولسوالۍ په اړه چې په ولایت بدله شي، حتمي پرېکړه نه‌ده شوې.

تر دې مخکې ځینو رسنیو د نا معلومو سرچینو په حواله په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې افغان حکومت یو شمېر ولسوالۍ په ولایتونو بدلې کړې دي.

خو د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې دا راپورونه بې‌بنسټه دي او تر اوسه پورې د کومې ولسوالۍ او یا سیمې په اړه کومه حتمي پرېکړه نه‌ده شوې.

سید شاه سقیم وایي:

"د دې مسئلې په اړه د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او ارګ ترمنځ بحثونه روان دي او امکانات مطالعه کېږي، دا راپورونه چې دا سیمه او یا دا ولسوالي په ولایت بدلېږي، حقیقت نه‌لري، تر اوسه پورې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او په مجموع کې حکومت په دې اړه کومې نتیجې ته نه‌دی رسېدلی او تر اوسه پورې کومه ولسوالي نه‌ده ځانګړې شوې."

ښاغلي سقیم زیاته کړه چې حکومت په دې برخه کې د خلکو د غوښتنو، د ولسوالۍ د جغرافیوي موقعیت، نفوس او امکاناتو ته په کتو کار کوي.

ځینو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې حکومت د بدخشان ولایت د پامیر ولسوالۍ، په غزني کې د جاغوري، په ننګرهار کې د شینوارو، په غور ولایت کې د تیورې ولسوالۍ، په فاریاب کې اندخوی او په هرات کې د شینډنډ ولسوالۍ او د اسلام قلعه ښارګوټی په ولایتونو بدلوي.

د نویو ولایتونو د رامنځته کولو په اړه دا بحثونه داسې مهال پیل شوي دي چې د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو د دوی د ولسوالیو په ولایتونو د بدلېدو غوښتنه کړې او د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکو، خو لا دمخه په دې اړه د دوی د غوښتنو پر وړاندې د حکومت د خاموشۍ په غبرګون کې اعتراضونه پیل کړي او د کابل-کندهار لویه لار یې بنده کړې وه.

د غزني ولایت اعتراض کوونکي
د غزني ولایت اعتراض کوونکي

د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند د دغه اعتراض لپاره د رسنیو ناسم راپورونه ګرم وبلل او ویې‌ویل چې د ناسمو اوازو خپرېدو خلک اعتراض ته وهڅول، خو کله چې دوی ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل، نو اعتراض پای ته ورسول شو.

خو ځیني کتونکي بیا د یوې دقیقې احصائيې په نه‌موجودیت کې د نویو ولایتونو رامنځته کول یو ناسم اقدام بولي او وايي چې دا به بیا په راتلونکي کې د ټولو سیمو او ولسوالیو د خلکو په غوښتنې بدل شي.

ناصر شفیق یو له دغو کتونکو دی چې د نویو ولایتونو رامنځته کېدل ناسم بولي.

ده ازادي راډیو ته وویل:

"دا یوه سیاسي تمه ده او کله چې یوه ولسوالۍ په ولایت بدلېږي او هغه هم له کومې سرشمېرنې پرته، صرف د خلکو په غوښتنه، نو دا به په راتلونکي کې نورو ته د ورته غوښتنو مطرح کولو دروازه پرانیزي چې د دوی ولسوالۍ دې هم په ولایت بدلې شي."

ښاغلي شفیق حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د نویو ولایتونو د رامنځته کولو پر ځای دې د موجوده ولایتونو د ستونزو هواري ته جدي پام واړوي او په ولایتونو کې دې د انډول په پام کې ساتلو سره لازمي خدمات برابر کړي.

XS
SM
MD
LG