د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د انتخاباتي کمېسیونونو ۱۲ ګوښه شوي غړي ممنوع‌الخروج شول


د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو ۱۲ تنه غړي ممنوع‌الخروج شول.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، دغه بنسټ د هغې قضیې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی چې د کشفي ارګانونو له‌خوا یې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون د پخوانیو رئیسانو او غړو له وظیفوي صلاحیته د ناوړې ګټې اخیستنې په اړه ترلاسه کړې.

د لویې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې راغلي چې ټاکل شوي پلاوي د هر اړخیزو څېړنو د بشپړولو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون د رئیسانو په شمول د دغو کمېسیونونو ۱۲ تنه غړي ممنوع‌الخروج کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان لویه څارنوالي به دغه قضیه د قانون د احکامو په رڼا کې په خپلواکه او بې‌پرې توګه وڅېړي او پایلې به‌یې له خلکو سره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د انتخاباتو د قانون د طرحې د تعدیل له توشېح وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې د انتخاباتي کمېسیونونو غړي له دندې ګوښه شول.

ولسمشر غني د یوه فرمان پر اساس د انتخاباتي کمېسیونونو د دارالانشا رئیسان په موقت ډول د د دغو کمېسیونونو د سرپرست په توګه وټاکل.

XS
SM
MD
LG