د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

کارپوهان او متخصصین: د ډاکتر نجیب‌الله د روغې جوړې د طرحې تېروتنه به تکرار نه‌شي


آرشیف/ د افغانستان نقشه
آرشیف/ د افغانستان نقشه

په افغانستان کې یو شمېر امنیتي کارپوهان او متخصصین په‌دې باور دي چې د ډاکتر نجیب‌الله د وخت د ملي روغې جوړې د طرحې تېروتنه به بیا تکرار نه‌شي.

په‌دې وروستیو ورځو کې چې د افغانستان د سولې په تړاو تودې خبرې روانې او په ورته وخت کې په ځينو سیاسي غونډو کې د ډاکتر نجیب‌الله د ملي روغې جوړې پر طرحې انتقادونه کېږي، د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټټیوټ د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۸» په کابل کې په همدې اړه د سیاسي شنونکو او امنیتي کارپوهانو ترمنځ غونډه جوړه کړې وه.

په‌دغه غونډه کې د ویناوالو خبرې د ملي پخلاینې پر طرحې او د ډاکتر نجیب‌الله پر حکومت ورټولې وې، دوی وویل چې د هغه وخت د حکومت د سقوط ستر لامل د ملي روغې جوړې د طرحې ناکامي وه.

د دغو کارپوهانو په خبره په اوسني وخت کې د ډاکتر نجیب‌الله د دورې تېروتنه نه‌تکرارېدونکې ده.

د امنیتي چارو کارپوه او متخصص هادي خالد وایي:

"د تاریخ د تکرار په اړه وېره شته، خو زه دغه وېره نه‌لرم، سمه ده چې ورته‌والی موجود دی، خو هغه وخت وضعیت داسې و چې په خپله ستراتېژیکو ملګرو د سقوط حالات تحریکول او د سقوط په ګټه‌یې خپل ځواکونه فعال کړل، زه اوس د افغانستان پر ستراتېژیکو ملګرو دا شک نه‌لرم چې سقوط دې تحریک کړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروسیتو کې په قطر کې له طالب استازو سره د زلمي خلیل‌زاد له ناستې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د سولې له احتمالي ګواښ خبر دی او د سولې په خبرو کې باید د ډاکتر نجیب‌الله د حکومت تېروتنه تکرار نه‌شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني ویلي:

"موږ په تدبیر ځکه ټینګار کوو چې د ډاکتر نجیب‌الله د حکومت له تجربې خبر یو، موږ ټول پوهېږو چې هغه څرنګه دوکه شو، د ملګرو ملتونو سازمان د سولې ضمانت ورکړی وو، خو له بده‌مرغه په ناورین بدل شو."

د ولسمشر محمد اشرف غني دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې په‌دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیل‌زاد څو وارې له طالب استازو سره لیده کاته وکړل.

د امریکا تر څنګ د روسیې او ایران یو شمېر چارواکو هم له طالبانو سره لیدلي او تېره ورځ د افغانستان یو شمېر سیاستوالو هم په مسکو کې له طالب استازو سره وکتل.

حکومت هڅه کوي چې د سولې د خبرو په ترڅ کې د ډاکتر نجیب‌الله د وخت د ملي روغې جوړې تېروتنه تکرار نه‌شي.

ډاکتر نجیب‌الله واک ته له رسېدو وروسته په ۱۹۸۶ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان په ملاټر د ملي روغې جوړې طرح وړاندې کړه چې بالاخره ناکامه شوه.

  • خو ولې د ډاکتر نجیب‌الله د ملي روغې جوړې طرحه ناکام شوه؟

د افغانستان یو پخوانی پوځي ظاهر عظیمي

د افغانستان یو پخوانی پوځي ظاهر عظیمي د دغه هېواد د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټټیوټ په غونډه کې وویل:

"سره له دې چې ملي روغه جوړه اعلان شوې وه، د دولت سیاست بالاخره د قومي تعصباتو په لور ولاړ او ځیني نور مسایل چې د شمال له سمته حرکتونه پیل شول، که تاسو نن اسنادو ته مراجعه وکړئ او د شخصیتونو ترمنځ خبرو ته پام وشي هره هغه خبره چې د دوی ترمنځ شوې دا خبرې په کاغذ لیکل شوې دي."

خو د امنیتي چارو شنونکی هادي خالد وایي، ځيني کسان تبلیغ کوي چې روغه جوړه به سقوط شي.

د ده په خبره، دا شان تبلیغات او څرګندونې د خلکو ترمنځ اندېښنې راپاروي او کولای شي چې د دښمن په ګټه تمامې شي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG