د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

اسرائیل: دا ډېره مهمه ده چې په سوریه کې د ایران د تېري مخه ونیول شي


د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د فبرورۍ په ۲۱تمه نېټه به مسکو د اسرائیلو د صدراعظم او د روسیې د ولسمشر د غونډې کوربه وي.

د اسرائیلو او روسیې مشران دوه اوونۍ وروسته په مسکو کې سره ګوري او په سوریه کې د ایران د حضور په اړه خبرې کوي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۶» وویل، په‌دې لیدنه کې په ډېر بحثونه په سوریه کې د ایران د نفو‌ذ پر مخنیوي متمرکز وي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ډېره مهمه ده چې په سوریه کې د ایران د تېري مخه ونیول شي. موږ څو ځلې د داسې فعالیتونو مخه نیولې، خو د دایمي مخنیوي لپاره‌یې ژمن یو. باید په دوامداره توګه د دې مخه ونیسو چې ایران د جولان په لوړو کې یوه نوې جبهه رامنځته نه‌کړي."

که د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اسرائیلو د صدراعظم لیدنه تأیید شي، دا به د تېر کال د جولای میاشتې راهېسې د دواړو هېوادونو د مشرانو درېیمه لیدنه وي.

د سې شنبې په ورځ د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني اسرائیل ته خبرداری ورکړ، که پر سوریه برید وکړي، د ایران له لوري دې د سخت او قاطع عکس‌العمل او عواقبو منتظر واوسي.

د فارس خبري اژانس په وینا، شمخاني دا خبره په تهران کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره په لیدنه کې وکړه.

د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني (ښی) د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره
د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني (ښی) د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره

دواړو لورو د ایران، ترکیې او روسیې د مشرانو د هغې لیدنې په اړه خپلو کې خبرې کړي چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د روسیې په سوچي ښار کې جوړه شي او بحثونه به‌یې د سوریې پر کړکېچ متمرکز وي.

روسیه او ایران د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له مهمو ملاتړو څخه دي، خو ترکیه بیا د اسد د مخالفو وسله‌والو ننګه کوي.

اسرائیل هم چې غواړي، په سوریه کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي، دغلته د بشار الاسد د رژیم سره سخت مخالفت لري.

«اېس ۳۰۰»
«اېس ۳۰۰»

روسیې د اسرائیلو د سختو خبرداریو وروسته اعلان وکړ چې د «اېس-۳۰۰» په نوم د توغندیو دفاعي سیستم سوریې ته ورکوي، څو د دې هېواد دفاعي ځواک پیاوړی شي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې له سوریې څخه ۲۰۰۰ امریکايي سرتېري باسي، ځکه د نوموړي په وینا په‌دې هېواد کې د داعش ډلې ماته خوړلې ده.

دا امریکايي پوځیان په سوریه کې د هغو کُردانو ملاتړ کوي چې د داعش پر ضد جنګېږي.

ترکیه بیا دا کُردان د کُردستان د کارګر ګوند سره تړلي بولي او پر ضد یې د عملیاتو هوډ څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG