د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

بي بي ګل غني: د سینې سرطان په وړاندې جدي مبارزې ته اړتیا ده


د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني
د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني

د فبروري څلورمه هر کال د نړۍ په کچه د سرطان د ناروغۍ په اړه په خلکو کې د پوهاوي پيدا کولو په هدف لمانځل کېږي.

په افغانستان کې سږ کال دا ورځ له سرطان سره د مبارزې بنسټ له لوري «سرطان دښمن دی، دښمن باید وپېژنو» تر شعار لاندې ولمانځل شوه.

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني چې د دې بنسټ غړې ده وايي، په افغان مېرمنو کې د سینې سرطان یو له وژونکو ناروغیو شمېرل کېږي او په وړاندې یې جدي مبارزې ته اړتیا ده.

نوموړې وویل:

"سرطان یوه وژونکې ناروغي ده چې په کلني ډول د ډېرو افغانانو ژوند اخلي، په خواشینۍ سره چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې امکانات ډېر کم دي او له همدې امله ډېری کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي."

مېرمن غني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۵» په‌دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته په یو وېډیويي پیغام کې وویل چې په ښځو کې د سینې سرطان د مخنیوي لپاره باید د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ۳۰ تر ۴۰ زرو پورې افغانان په سرطان اخته شوي وو چې لږ تر لږه ۱۵ زرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغه وزارت وايي، په هېواد کې د سرطاني ناروغیو په ځانګړي ډول، په ښځو کې د سینې د سرطانونو له ډېرېدو اندېښمن دي.

متخصص ډاکترن وايي، که د سینې سرطان په وخت تشخیص او درملنه ‌یې وشي، د مخنیوي وړ ناروغي ده.

په افغانستان کې د مېرمنو د برخې فعاله او د کانونو او پترولیم وزرات سرپرسته نرګس نهان یوه له هغو کسانو څخه ده چې د سرطان ناروغۍ سره‌یې مبارزه کړې ده.

نوموړې په‌دې اړه جوړې شوې غونډه کې له افغان مېرمنو وغوښتل چې په خپل وجود کې رامنځته شوي تغییرات جدي ونیسي.

په افغانستان کې د مېرمنو د برخې فعاله او د کانونو او پترولیم وزرات سرپرسته نرګس نهان
په افغانستان کې د مېرمنو د برخې فعاله او د کانونو او پترولیم وزرات سرپرسته نرګس نهان

نوموړې زیاته کړه:

"دا ډېره مهمه ده چې خویندې باید خپل وجود چک کړي او وګوري چې کوم تغییرات او علایم‌یې وجود کې نه‌وي، په هغه صورت کې چې کومه نوې حجره ګوري باید جدي یې ونیسئ او ډاکتر ته مراجعه وکړي."

د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز چارواکي وايي، په پام کې ده چې د اړوندو ادارو په همکارۍ خپل کارونه ولایتونو ته هم وغځوي.

دا مهال یوازې په کابل کې د سرطان د درملنې دوه مرکزونه فعال دي.

په افغانستان کې ډېری ښځې د سینې، معدې او رحم په سرطان اخته کېږي، حال دا چې نارینه بیا د مرۍ، معدې، وینې او داسې نورو سرطانونو اخته کېږي.

ډاکتران وايي، منظم ورزش کول، مناسب خواړه لکه سابه، ترکاري، مېوه او د غله دانې کارول کولای شي د سرطان ناورغۍ په مخنیوي کې اغېزمن تمام شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG